پخواني ولسمشر د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزير محمد خالد حنفي وروستيو څرګندو ته په اشارې سره ويلي چې د نوموړي څرګندونې په تبصره کولو نه ارزي.
کرزي زياته کړې چې په اوس په کې يې طالبانو ته توصيه دا ده، چې د يوه باثباته نظام او د هېواد عزت په موخه ملي يووالي او اتفاق اتحاد ته اړتيا ده.
محمد خالد حنفي په خپلو وروستيو څرګندونو کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، پخوانی اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله او د مشرانو جرګې پخوانی رئيس فضلهادي مسلميار مجرمان بللي و.
د حنفي دې څرګندونو په کوردننه د عامو خلکو غبرګونونه هم راپورته کړي او ويلي يې دي چې اسلامي امارت دې په کابينه پر خبرو پوه کسانو ته ځای ورکړي.