تېره اونۍ هوثي وسلهوال د يمن پلازمېنې صنعا ښار ته له داخلېدو سره سم، په دې ښار کې د امريکا سفارت ودانۍ ته ننوتل او د دغه سفارت يو شمېر کارکوونکي يې يرغمل کړل.
د امريکا بهرنيو چارو وزارت بيا له يادو وسلهوالو غوښتي چې ژر تر ژره د امريکا سفارت وداني خالي کړي او يرغمل شوي کارکوونکي دې يې پرېږدي.
د دغه وزارت له لوري په خپره اعلاميه کې ويل شوي، هوثي وسلهوال دې د سفارت ودانۍ د پرېښودو ترڅنګ، د سفارت اړوند توکو ته هم زيان نه رسوي او روغ دې يې ور وسپاري.
د امريکا بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې دا نه ويل شوي چې په صنعا کې يې د سفارت څومره کارکوونکي د هوثي وسلهوالو له لوري نيول شوي دي؟
هغه مهال چې په يمن کې د هوثي وسلهوالو او د دغه هېواد د حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه پيل شوه، امريکا هم په صنعا کې له خپل سفارت ډيپلوماټان او ضروري عمله سعودي عربستان ته ولېږدوله.
د سعودي عربستان په مشري د عربي ايتلاف ځواکونو هم په يمن کې د نظامي اقدام له لارې هڅه وکړه چې د ايران له ملاتړ برخمنو هوثي وسلهوالو مخه ونيسي، خو پلازمېنې صنعا ته د يادو وسلهوالو ننوتل د دوی پرمختګ ښکاره کوي.