Home » افغانستان » د ماشومانو درملنې په موخه د روغتيا نړيوال سازمان مرسته کابل ته را ورسېده

د ماشومانو درملنې په موخه د روغتيا نړيوال سازمان مرسته کابل ته را ورسېده

په افغانستان کې د ماشومانو روغتيايي وضعيت د ښه کولو او د ناروغو افغان ماشومانو د درملنې په موخه، د روغتيا نړيوالو سازمان د طبي مرستو جوپه د قطر په همکارۍ کابل ته را ورسېده.

د اسلامي امارت د فرهنګي کمېسيون غړي احمدالله وثيق په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، د روغتيا نړيوال سازمان دغه تازه را رسېدلې طبي مرسته به د ۵ زره افغان ماشومانو پر درملنه ولګول شي.

نوموړي زياته کړې چې روغتيا نړيوال سازمان د اګسټ له ۳۰مې تر دې مهاله له افغانستان سره د ۶۰ مټريک ټنو په اندازه له د طبي موادو مرسته کړې ده چې دغه اندازه مرسته د يو نيم ميليون افغانانو بېړنيو روغتيايي اړتياوو لپاره بسنه کوي.

روغتيا نړيوال سازمان داسې مهال د افغان ماشومانو د درملنې په برخه کې ځانګړې طبي مرسته کوي چې د نړيوالو بنسټونو د شمېرو له مخې، دامهال لسګونه زره افغان ماشومان د خوارځواکۍ ترڅنګ پر بېلابېلو ناورغۍ اخته دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...