د امريکا کانګرېس پرون جمعه ناوخته د (لړم په ۱۴مه) په دغه هېواد کې د بنسټيزو پروژو د پليتابه په موخه، د ۱.۲ ټريليونو په ارزښت بوديجه تصويب کړه.
په يادو بنسټيزو پروژ کې چې د تازه تصويب شوې بوديجې پر بنسټ به تطبيق کېږي د سړکونو، پلونو او بندرونو جوړول او ترميم او دغه راز د انټرنېټ د وصل ښهوالی شامل دي.
دغه بوديجه د کانګرېس ۲۲۸ غړيو له ډلې ۲۰۶ هغو مثبتې رايې سره تصويب شوې او په هممهاله توګه له ولسمشر جوبايډن غوښتل شوي چې بايد د بنسټيزو پروژ د تطبيق له لارې ګټه ټولو ايالتونو ته ورسېږي.
ولسمشر بايډن د ۲۰۲۰ زېږديز کال ټاکنيزو کمپاينونو پرمهال ژمنه کړې وه، چې له کرونا سره له مبارزې وروسته يې لومړيتوب د اقتصاد ښه کول دي. د کانګرېس له لوري د اوسنۍ بوديجې تصويب د ولسمشر بايډن لپاره په اقتصادي ساحه کې بريا ګڼل شوې ده.