Home » سیمه او نړی » روسيې په جرمني کې د خپل يوه ډيپلوماټ د مړي موندل غميزه بللې

روسيې په جرمني کې د خپل يوه ډيپلوماټ د مړي موندل غميزه بللې

د جرمني شپېګل مجلې راپور ورکړی چې د دغه هېواد په پلازمېنه برلېن کې د روسيې سفارت ترمخې، د يوه روسي ډيپلوماټ مړ جسد موندل شوی دی.

د راپور له مخې، د جرمني بهرنيو چارو وزارت دا موضوع خصوصي بللې او زياته کړې يې ده چې د ياد روسي ډيپلوماټ له مړينې يې خبر درلود. خو د جرمني بهرنيو چارو وزارت بيا د نوموړي د مړيني څرنګوالي په اړه مالومات نه دي ورکړي.

د روسيې بهرنيو چارو وزارت هم په جرمني کې د خپل ډيپلوماټ د مړيني په تړاو غبرګون ښودلی او له جزياتو پرته يې دا پېښه يوازې يوه غميزه بللې ده.

شپېګل په خپل راپور کې ويلي، ګومان کېږي چې دا ډيپلوماټ به د روسيې د استخابراتو ادارې FSB مامور وي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...