روسي چارواکو د افغانستان په اړه په خپلو تازه څرکندونو کې ويلي، د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو کې دې هېواد ته نږدې د امريکا پوځي حضور د منلو وړ عمل نه دی.
د روسيې بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخارووا نن پنجشنبه د (لړم په ۱۳مه) خبريالانو ته ويلي، امريکا هڅه کوي چې يو وار بيا افغانستان ته نږدې په ګاونډيو هېوادونو کې خپل نظامي حضور ته ځای پيدا کړي، خو د نوموړې په خبره دا کار په هېڅ صورت د منلو وړ نه دی.
سپوټنيک خبري اژانس په دې اړه د زخارووا له قول وويلي، په افغانستان کې د داعش ډلې له لوري وروستي ترهګريز تحرکات دا په دآګه کوي چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د واک له نيولو وروسته هم وضعيت سم نه دی.
نوموړې زياته کړې چې وضعيت ته په پام سره د دې اړتيا نه لېدل کېږي چې امريکا بيا افغانستان ته نږدې په ګاونډيو هېوادونو کې ځان ته ځای پيدا کړي.
دا څرګندونې داسې مهال دي چې له دې وړاندې د پاکستان او امريکا په اړه يوې داسې هوکړې ته د نږدې کېدو راپورونه ورکړل شوي، چې له مخې به يې امريکا اجازه ولري څو په افغانستان کې د ترهګرۍ پټنځايونه د هوا له لارې په نښه کړي.