د افغانستان سولې لپاره د امريکا مخکينی ځانګړی استازی زلمی خليلزاد وايي، په پام کې ده چې له القاعده د خطر احساسولو په صورت کې امريکا يو ځل بيا د افغانستان پر وړاندې اقدام وکړي.
نوموړي له ډوېچهويله سره په ځانګړې مرکه کې چې پرون دوشنبه د شپې د (لړم په ۱۰مه) خپره شوې ويلي، امريکا د خپل امنيت خونديتوب په موخه هر راز اقدام ته چمتو ده او په خبره يې که طالبان د القاعده پر وړاندې اقدام ونه کړي او امريکا ترې د خطر احساس وکړي، نو ښايي امريکا په خپله لاس په کار شي او د افغانستان پر وړاندې به نظامي اقدام وکړي.
نوموړي د خپلې دې مرکې په ترڅ کې د داعش مسئلې ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، طالبان د داعش سر سخته مخالفان دي او وبه لېدل شي چې دغه ډله يې پر وړاندې څه ډول مبارزه کوي؟
خليلزاد يو ځل بيا پر مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني نيوکه کړې او ويلي يې دي چې د قدرت طلبۍ په موخه يې د سولې پر وړاندې خنډونه مطرح کول.
نوموړي د ولسمشر په توګه د دويم ځل لوړې کولو مراسمو پرمهال د اشرف غني له لوري په ترتيب شويو مراسمو کې د ګډون په اړه هم څرګندونې کړي او ويلي يې دي، چې په يادو مراسمو کې يې په دې موخه ګډون کړی و څو له جګړې او په دوو برخو کې د افغان ځواکونو د وېشل کېدو مخنيوی وکړي.
نوموړی داسې مهال د القاعده په اړه څرکندونې کوي، چې له دې وړاندې يې هم په افغانستان کې د القاعده له موجوديت خبر ورکړی و. خو اسلامي امارت بيا دا رد کړې وه چې ګواکې د القاعده ډلې جنګيالي دې په افغانستان کې موجود وي.