له پرېکړې سره سم نن سېشنبه د ( لړم په ۱۱مه) د سپين بودلدک او چمن لار چې د له مودې راهيسې د سوداګرۍ او هر راز تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه، بېرته پرانيستل شوه.
د اسلامي امارت او پاکستاني چارواکو ترمنځ د پرېکړې له مخې به، د سپين بولدک لار د سوداګرۍ لپاره ۲۴ ساعته او د خلکو د تګ راتګ په موخه به د ۱۲ ساعتونو لپاره پرانيستې وي.
پرون دوشنبه په کابل کې د پاکستان سفير خبر ورکړی و چې د سپين بولدک-چمن لار به د سېشنبې په ورځ د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د خبرو په نتيجه کې پرانيستل شي.
طالبانو دا لار وروسته له هغې وتړله چې عامو خلکو د پاکستاني ځواکونو له لوري د ځورولو او له دوی سره د بد چلند په اړه شکايتونه وکړل.