په پام کې ده چې د افغانستان په تړاو د سيمې هېوادونو د استازو غونډه راتلونکې چهارشنبه د (لړم په ۵مه) د ايران په کوربهتوب ترسره شي. په دې غونډه کې به د افغانستان اوسني وضعيت په تړاو مفصل بحث وشي.
ايراني رسنيو خبر ورکړی چې د افغانستان په اړه په دې غونډه کې د ګډون په موخه د تاجکستان، ازبکستان، پاکستان او ترکمنستان د بهرنيو چارو وزيران وربلل شوي او د دې ترڅنګ به د چين بهرنيو چارو وزير په انلاين ډول په ياده غونډه کې ګډون وکړي.
د افغانستان په تړاو د ايران په کوربهتوب دې غونډه کې د روسيې د ګډون په اړه رسنيو څه نه دي ويلي. که څه هم تر اوسه ايران نه ده واضېح کړې چې يادې غونډې ته د اسلامي امارت استازي هم بلل شوي او که نه؟ خو د اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد بيا ويلي چې دوی د ايران په کوربهتو په ياده غونډه کې ګډون نه کوي.
له دې وړاندې د افغانستان په اړه د روسيې په کوربهتوب سيمهييزه غونډه ترسره شوه چې په کې د سيمې هېوادونو پر استازو سربېره اسلامي امارت هم ګډون کړی و.