Home » سیمه او نړی » د پولنډ په ګڼو ښارونو کې ښځو د ماشوم ضايع حق ترلاسه کولو لپاره اعتراضونه وکړل

د پولنډ په ګڼو ښارونو کې ښځو د ماشوم ضايع حق ترلاسه کولو لپاره اعتراضونه وکړل

د پولنډ په ګڼو ښارونو کې زرګونه ښځې د محکمې هغې پرېکړې په غبرګون کې د اعتراض په توګه واټونو ته راووتې چې له مخې يې د ماشوم ضايع کول ناقانونه بلل شوي دي.

که څه هم پولنډ محکمې دغه پرېکړه يو کال وړاندې کړې، خو د دغه هېواد واټونه جمعه د شپې د (تلې په ۳۰مه) د يادو اعتراضونو شاهد وو. اعتراض کوونکو ټينګار کاوه چې د پولنډ حکومت دې د ښځو ازادۍ د خوندي ساتنې په موخه دغه محدوديت له منځه يووسي.

د ۲۰۲۰ زېږديز کال په اکټوبر کې محکمې پرېکړه وکړه چې له تېري او د ميندوارۍ پرمهال د ښځې روغتيا ته له متوجه جدي خطر پرته، په هېڅ صورت د ماشوم ضايع کول قانوني نه دي او ميرمنې اجازه نه لري چې د يادې پرېکړې خلاف ماشوم ضايع کړي.

هغه مهال هم د محکمې دا پرېکړه په پراخه کچه د پولنډ ښځو له لوري له غبرګون سره مخ شوې وه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...