ټاکل شوې نن د روسيې په پلازمېنه مسکو کې د ټرويکا غړي هېوادونه او طالبانو په افغانستان کې د روان سياسي او امنيتي وضعيت په اړه خبره وکړي.
په دې غونډه کې به د يادو هېوادونو له لوري له افغانستان سره د بشري مرستو کول هم د بحث يوه عمده موضوع وي. روسيه، چين، پاکستان او ايران د ټرويکا غړي هېوادونه دي چې له ۲۰۱۹ زېږديز کال را په دېخوا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډې ترسره کوي.
اسلامي امارت چې دې غونډې ته د يوې ډلې په توګه وربلل شوی ويلي، په ياده غونډه کې به د افغانستان په استازولۍ د سيمې او ګاونډيو هېوادونو ته يو روښانه پيغام ورکړي.
روسيې چې د نننۍ غونډې کوربهتوب کوي، له دې وړاندې په وار وار په افغانستان کې د داعش ډلې جنګياليو موجوديت له امله د منځنۍ اسيا هېوادونو امنيت ته د احمالي ګواښوونو له امله اندېښنه ښودلې. خو طالبانو بيا ويلي چې داعش په افغانستان کې هېڅ مرکز نه لري او نشي کولی چې د افغانستان او ګاونډيو هېوادونو امنيت وګواښي.