د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د متحده ایالاتو سره خبرو کولو ته چمتو دي، خو زیاتوي چې دا مذاکرات باید د «حد اکثر» فشار لاندې ونه شي. عباس عراقچي پرون (شنبې، د سلواغې ۲۰مه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې په ایران باندې د اقتصادي بندیزونو لرې ...
Read More »Yearly Archives: 2025
ایران کې د سړې هوا له امله ښوونیز مرکزونه او دولتي ادارې وتړل شول
د ایران دولتي رسنیو د راپورونو له مخې (جمعه، د سلواغې ۱۹مه) د ایران په لږ تر لږه ۲۰ ولایتونو کې د سړې هوا له امله دولتي ادارې او ښوونیز مرکزونه وتړل شول. د ایرنا خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې د پایتخت تهران په ګډون د یاد ...
Read More »د پاکستان حکومت ته د تحریک انصاف ګوند لخوا د پراخ لاریون خبرتیا
د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان اړوند (تحریک انصاف) ګوند نن (شنبې، دلوې ۲۰مه) د پراخ لاریون خبر ورکړی. دوی په خپلې خبرتیا کې له خپلو پلویانو غوښتنه کړې چې په لویه کچه په دغه لاریون کې برخه واخلي. دوی دا خبرتیا داسې مهال ورکوي چې پرون (جمعه) ...
Read More »ټرمپ محرمانه معلوماتو ته د بایډن لاسرسی لغوه کړ
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ (جمعه، د سلواغې ۱۹مه) د جو بایډن امنیتي جواز لغوه کړ. ټرمپ پخپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشیل کې لیکلي، چې نور د دې اړتیا نشته چې جو بایډن محرمو معلوماتو ته لاسرسی ولري او په سمدستي توګه باید د مخکني ولسمشر جو بایډن امنیتي ...
Read More »ملګرو ملتونو د افغان کډوالو په اړه د پاکستان د نوي پلان په تړاو اندېښنه وښوده
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري او د کډوالو نړیوال سازمان چهارشنبې د سلواغې ۱۷مه په یوې ګډې اعلامیې کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د اېستلو د نوي پلان په اړه اندېښنه ښودلې ده. دا په داسې حال کې ده چې ...
Read More »راشد خان یو ځل بیا په شل اوریزو سیالیو کې ریکارډ جوړ کړ
د افغانستان کرېکټ ملی لوبډلې پیاوړی او نوموتي لوبغاړي راشد خان په شل اوریزو سیالیو کې تازه ریکارډ په خپل نوم ثبت کړ. نوموړی په شل اوریزو سیالیو کې د نړۍ د مخکښ وېکټ اخېستونکي مقام ترلاسه کړ چې تر دې وړاندې دا مقام د وېسټ انډیز لوبډلې له پیاوړي ...
Read More »د نړۍ د اسماعیلیانو او اغاخان بنسټ مشر په ۸۸ کلنۍ مړ شو
د اغا خان بنسټ (سه شنبې، د سلواغې ۱۶مه) ویلي چې د نړۍ د اسماعیلیه فرقې مشر، کریم اغاخان د ۸۸ کالونو په عمر مړ شوی دی. د اغاخان پرمختیایي شبکې په اېکس پاڼې لیکلي: “الاحضرت شهزاده کریم الحسین اغا خان، د شعیه اسماعیليي فرقې امام او د حضرت محمد ...
Read More »ټرمپ له نتنیاهو سره وکتل
د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ، د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره کتلي او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې کړې دي. د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له مخې، د دواړو مشرانو په خبرو کې مهم بحث د غزې او اسراییلو ترمنځ د اوربند په تړاو و چې ...
Read More »سویډن کې په یو ښوونځې کې د وسله وال برید له امله ۱۰ کسان ووژل شول
سویډني چارواکي وایي چې پرون ( سه شنبې، د سلواغې ۱۶مه) د سویډن د اوریبرو ښار په ثانوي ښوونځي کې دننه په ډزو کې لږ تر لږه ۱۰کسان وژل شوي دي. د سویډن صدراعظم اولف کریسټرسن، دا په هېواد کې ټولو ناوړه ډله ییزه وژنه بللې. ښاغلي کریسټرسن وویل چې ...
Read More »مجاهد: موږ اشرف غني نه یو، چې د امریکا هر امر ومنو
د ا.ا ویاند ټرمپ ته په خطاب ویلي چې ا.ا د اشرف غني د حکومت په څیر نه دی، چې هر څه چې واشنګټن امر وکړي، دوی یې ترسره کړي. د ا.ا ویاند، ذبیح الله مجاهد د بګرام اډې د بېرته نیولو او په افغانستان کې د دغه هېواد د ...
Read More »