بهرنۍ رسنۍ خبر ورکوي چې د حماس ځورځنګ به نن څو برمته شوي اسراییلي وګړي خوشي کړي. د حماس غورځنګ ویاند عبدالطیف القانوع اسوشیټدپرس خبري اژانس ته د دغه خبر پخلی کړی او ویلي دي چې نن (شنبه) به درې اسراییلیان خوشي کړي. حماس دا درې کسان داسې مهال خوشې ...
Read More »Yearly Archives: 2025
ا.ا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور رد کړ
د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد د امنیت شورا هغه راپور ته غبرګون ښودلی چې پکې ویلي شوي، افغانستان د پاکستان د تحریک ط.ا.ل.بان (ټي ټي پي) او جماعت انصارالله (تاجیکستاني ط.ا.ل.بان) رویزنیز مرکزونه لري. مجاهد له رسنیو سره یاد راپور رد کړی او دا یې د ځینو هېوادونو او ...
Read More »له خوست څخه د څه باندې لس میلیون ډالرو په ارزښت وچه مېوه بهره ته صادره شوه
د خوست د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، چې له دغه ولایت څخه په روان لمریز کال کې د څه باندې لس میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه بهر ته صادره شوې ده. د مسوولینو په وینا په دغه صادره شوې مېوه کې د جلغوزې، پستې او بادامو په ...
Read More »پاکستان جنوبي افریقا ته ماته ورکړه
د پاکستان او جنوبي افریقا ترمنځ په کراچۍ ښار کې یوه پنځوس اوریزه سیالي ترسره شوه چې جنوبي افریقا پکې ماته وخوړه. لومړۍ توپوهنه د جنوبي افریقا لوبډلې پیل کړه او په پنځوس اورونو کې یې ۳۵۲منډې وکړې چې دا د پاکستان لوبډلې لپاره یو ستر هدف و او د ...
Read More »د اردن پادشاه: د غزې بیارغونه باید د اوسېدونکو له ایستلو پرته ترسره شي
د اردن پادشاه دویم عبدالله له ډونالډ ټرمپ سره په یوې ګډې ناستې کې ټینګار کړی چې د غزه بیارغونه باید د اوسېدونکو له ایستلو پرته ترسره شي. هغه په دغه غونډه کې ویلي دي: “ما له ټرمپ سره ګټورې خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو په پایداره اړیکو مو ...
Read More »لیبیا کې د کډوالو کښتۍ چپه کېدو له امله ۱۶ پاکستانيان مړه شوي
پاکستاني چارواکي وایي له لیبیا سره نږدې په سمندر کې د کډوالو د یوې کښتۍ چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۱۶ پاکستانيان مړه شوي او لس نور ورک شوي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت (سه شنبې، د سلواغې ۲۲مه) ویلي چې د کډوالو دا کښتۍ اروپا ...
Read More »سور صلیب: د افغاني سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ مو مرستندویې چارې پراخې کړې
د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې له افغاني سره میاشتې ټولنې سره په همکارۍ یې خپلې مرستندویې چارې پراخې کړې، څو د افغانانو لپاره طبي خدمات، مالي مرستې او مهم اساسي خدمتونه چمتو کړي. دې کمېټې پرون دوشنبې ویلي چې میلیونه افغانان د اقتصادي ستونزو، لسیزو جګړو او طبیعي ...
Read More »اردوغان د ټرمپ هغه پلان رد کړ چې فلسطینیان باید له غزې څخه ووځي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان (یکشنبې، سلواغې ۲۱مه) له غزې څخه د فلسطینیانو ایستلو لپاره د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان رد کړی او ویلي یې دي چې هېڅوک له دې تړانګې څخه فلسطینیان نه شي شړلی. اردوغان وویل: “هیڅوک دا قدرت نه لري چې د غزې ...
Read More »د چین سنو بورډ سیالیو کې د افغان لوبغاړي بریا
د سنو بورډ په ژمنیو المپیک سیالیو کې د لومړي ځل لپاره له افغانستان څخه مجبتی حبیبزي برخه واخېسته او لسم مقام یې ترلاسه کړ. د افغانستان د سنو بورډ فډراسیون مسوولین وایي، دا سیالي په چین کې ترسره شوې چې افغانستان له قطر وړاندې لسم مقام خپل کړ. مجتبی ...
Read More »اسراییل قطر ته خپل مرکچیان لېږي
د اسراییلو حکومت له حماس سره د خبرو لپاره قطر ته خپل مرکیچان لېږي تر څو د اوربند بل پړاو لپاره یوې پایلې ته ورسېږي. د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پرون (شنبې، د سلواغې ۲۰مه) خپلو مرکچیانو سره ولیدل او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه چې قطر ته لاړ ...
Read More »