د افغانستان بانک اعلان کړی، چې سبا (چهارشنبې، د مرغومي ۱۹مه) به ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر د دواطلبۍ له لارې لیلام کړي. دغه بانک له وړ بانکونو او د صرافۍ له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي. د افغانستان مرکزي بانک ویلي چې د لیلام ګټوونکي اړ ...
Read More »Yearly Archives: 2025
د ټروډو استعفا ته د ټرمپ غبرګون: کاناډا باید زموږ ایالت شي
د کاناډا لومړي وزیر جاسټین ټروډو، د دوشنبې په ورځ د مرغومي ۱۷مه له خپلې دندې استعفا وکړه، نوموړي اعلان وکړ چې د لومړي وزير د څوکۍ پرېښودو سربېره د لیبرال حزب مشري هم پرېږدي. ټروډو دا پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې په نوموړي د خپل ګوند له لوري ...
Read More »ایران په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۹۰۱ کسان اعدام کړي
د بشري حقونو یو سازمان پرون (دوشنبه مرغومي ۱۷مه) په تازه راپور کې ویلي چې د ایران حکومت د هغه ۵۲ سیاسي او امنیتي بندیانو نوملړ خپور کړی چې پرې د اعدام حکم شوی دی. همداراز په راپور کې د ایران د بشري حقونو فعالینو ویلي چې په سیاسي او ...
Read More »پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال نیولي دي. دغه سفارت ویلي چې یو شمېر بندیان د اعتبار وړ ویزې او «پي او ار» او «ای سي سي» کارتونه لري. ویل شوي، چې په نیول شویو کسانو ...
Read More »اسلام اباد کې له تېرو څلورو ورځو راهیسې ۲۰۰ افغانان نیول شوي
د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د امنیتي ځواکونو لخوا په تېرو څلور ورځو کې ۲۰۰ افغان کډوال نیولي دي. په اسلام اباد کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستاني امنیتي ځواکونو د پلټنې عملیات (یکشنې، د مرغومي ۱۶مه) هم دوام درلود. که څه هم په دې اړه ...
Read More »د پاکستاني پوځ په موټر ځانمرګی برید وشو
د بلوچستان په تربت کې د پاکستاني پوځ په یو موټر د ځانمرګي برید له امله پنځه پاکستاني پوځیان وژل شوي او پنځه ویشت نور ټپیان شوي دي. د پېښې مسوولیت بلوڅ بېلتون غوښتونکو منلی.په یاد برید کې د پاکستان د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي د کورنۍ شپږ غړي هم ...
Read More »د اوربند د نوي وړاندیز له مخې حماس د ۳۴ برمته شويو کسانو خوشې کولو ته تیار دی
د حماس یو چارواکي (یکشنبې، مرغومي ۱۶مه) ویلي چې له اسراییلو سره د اوربند په اړه په راتلونکي احتمالي تړون کې دا غورځنګ د ۳۴ برمته شویو کسانو د خوشې کیدو لپاره چمتو دی. حماس په داسې حال کې دغه اعلان کړی چې اسراییلو منلې چې په قطر کې د ...
Read More »امریکا پر اسراییلو د ۸ میلیارډ ډالرو په ارزښت وسلې وپلورلې
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پر اسراییلو د ۸ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلو پلور په اړه خبر ورکړی دی. د راپورونو له مخې، د متحده ایالاتو دوو چارواکو پرون (شنبې، د مرغومي ۱۵مه) د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي چې ځینې وسلې ښايي د ...
Read More »ملګرو ملتونو اسراییل له حزب الله سره له اوربند څخه پر سرغړونې تورن کړ
په لبنان کې د ملګرو ملتونو لنډمهاله سوله ساتونکي ځواک پرون (شنبې د مرغومي ۱۵مه) اسراییلي سرتیري د ۲۰۰۶ کال د امنیت شورا له هغه پریکړهلیک څخه پر «سرغړونې» تورن کړي چې پر اساس یې له حزب الله سره د نومبر په میاشت کې اوربند ټینګ شوی و. د ملګرو ...
Read More »یونیسف د ارزګان له روغتیايي مرکزونو سره د درملو او نورو توکو مرسته وکړه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، چې د ارزګان له روغتیایي مرکزونو سره یې د روغتیايي توکو مرسته کړې ده. دغه بنسټ ویلي چې دا مرسته د ارزګان له ۶۲ روغتیایي مرکزونو سره شوې چې پکې طبي وسایل او درمل شامل دي. د ملګرو ...
Read More »