Home » 2024 (page 62)

Yearly Archives: 2024

د کرکټ نړیوال شل اوریز جام؛ افغان لوبډلې تمریناتي لوبې پیل کړې

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام د چمتووالي سیالیو په ترڅ کې افغانستان له عمان سره لوبه وکړه، خو د ورښت له امله بې پایلې تمامه شوه. دا سیالي چې د مې میاشتې په ۲۹مه نېټه د چهارشنبې په ماښام د کابل پر وخت ۹:۳۰ بجې پیل شوې وه، پچه ...

Read More »

د افغانستان د ګرانبیه ډبرو لومړی رېل ګاډی ترکیې ته ورسېد

د لومړي ځل لپاره د افغانستان د ګرانبیه ډبرو قطار د ایران له لارې ترکیې ته رسېدلی دی. ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د افغانستان د سوداګریزو توکو دا قطار د دې هېواد له لارې ترکیې ته رسېدلی دی. د سرچینې په وینا، دغه قطار د روزنک له لارې ایران ...

Read More »

د اسراییلو بریدکوونکي ټانکونه رفحې ته دننه شول

اسراییلي ځواکونو د غزې په جنوب کې پر رفح ځمکنی برید پیل کړی او د دغه رژیم ټانکونه دې ښار ته دننه شوي دي. رویټرز د رفحې د یو اوسېدونکي له قوله راپور ورکړی چې د اسراییلو ټانکونه سه شنبه د غبرګولي په ۸مه رفحې ته دننه شوي او په ...

Read More »

نورستان کې په وسله واله نښته کې اته کسان ووژل شول

د نورستان ولایت سیمه‌ییزې سرچینې وايي، د وانټ وایګل ولسوالۍ د څړځایونو پر سر د دوو کلیو د اوسېدونکو ترمنځ په وسله واله نښته کې د ا.ا د دوو غړو په ګډون اته کسان وژل شوي دي. يوې سرچينې چې نه يې غوښتل خپل هويت په ډاګه کړي، رسنيو ته ...

Read More »

د ا.ا د چارواکو لخوا د امو حوزې نږدې شپېته زره ټنه خام تېل وپلورل شول

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې له امو حوزې څخه یې ۶۰ زره ټنه تېل استخراج کړي او د شاوخوا ۳۳میلیون ډالرو په ارزښت پلورلي دي. دغه وزارت سه شنبه د غبرګولی ۸مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه خام تېل د قشقري له سیمې استخراج شوي وو ...

Read More »

د هسپانیې او اوکراین ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک شو

اوکراین او هسپانیې یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې هسپانیه سږکال له اوکراین سره د یو میلیارد یورو په ارزښت پوځي مرستې کوي. د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي او د هسپانیا د صدراعظم پدرو سانچز ترمنځ په مادرید کې د لاسلیک شوي تړون له مخې هسپانیا ...

Read More »

د اروپايي ټولنې د وزيرانو له خوا پر اسرایيلو د بنديزونو په اړه غونډه وشوه

د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیرې، میشل مارټین ویلي چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د لومړي ځل لپاره په یوه غونډه کې د نړیوالو بشري قوانینو د نه مراعاتولو په صورت کې پر اسراییلو د بندیزونو په اړه خبرې کړې دي. مارټین خبریالانو ته ویلي: “د نړیوال ...

Read More »

د ګرمۍ څپې د پاکستان په ځینو برخو کې کاروبار زیانمن کړی

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی چې د پاکستان په سند ایالت کې د تودوخې درجه تر ۵۲ درجو پورې رسېدلې ده. د پاکستان د هواپېژندنې ادارې مشر وویل، دا په اسیا کې د تودوخې دویم او په نړۍ کې څلورمه لوړه درجه ده. د پاکستان د هوا ...

Read More »

اروپایي ټولنې د افغانستان له سېلاب ځپلو سره ۲۰۰ زره یورو مرسته کوي

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازي اعلان کړی چې ۲۰۰زره یورو، چې ۱۵.۵ میلیونه افغانۍ کېږي، د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د بېړنیو بشري مرستو لپاره ځانګړې کړې دي. اروپايي ټولنې پرون دوشنبې د غبرګولي ۷مه په خبرپاڼه کې ویلي چې دا پیسې د افغانستان لوېدیځ، شمالي او ...

Read More »

پر غزې د اسراییلو هوايي بریدونه؛ د وژل شویو کسانو شمېر زیات شوی

رفحې په شمال لوېدیځ کې د کډوالو یو پنډغالی د یکشنبې په شپه د اسراییلي الوتکو لخوا په نښه شو او د اسراییلي پوځ په وینا، حماس له دغه کمپلکس څخه کار اخلي او په دغه برید کې د دغې ډلې دوه لوړ پوړي غړي وژل شوي دي. د فلسطین ...

Read More »