مسعود پزشکیان د اکثریت رایو په ګټلو د ایران د نهم ولسمشر په توګه وټاکل شو. د ایران ټاکنیز دفتر نن (شنبې، چنګاښ ۱۶مه) اعلان کړی چې مسعود پزشکیان د۱۶میلیون ۳۸۴هزار او ۴۰۳ رایو په ګټلو سره د دغه هېواد د ولسمشرۍ د ټاکنو د ۱۴مې دورې ټاکنې وګټلې. د ...
Read More »Yearly Archives: 2024
د اسټرالیا د کارګر ګوند څخه د فاطمې پيمان استعفا
د اسټرالیا په مشرانو جرګه کې افغان سناتورې فاطمې پیمان، د دې هېواد د کارګر ګوند څخه استعفا ورکړه. اغلې پيمان پنجشنبه د چنګاښ ۱۴مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې هغه یې اړ کړې چې له یاد ګوند څخه ووځي. نوموړې وروسته له هغې د خپلې استعفا په اړه ...
Read More »بایډن: له ټاکنو څخه نه پر شا کېږم
د متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایډن وايي چې هغه د ۲۰۲۴ ولسمشرۍ ټاکنو څخه د وتلو اراده نه لري، وروسته له هغې چې د ډیموکراټ ګوند اکثریت غړو د ۲۰۲۴ ولسمشریزو ټاکنو څخه د بایډن د وتلو غوښتنه وکړه. بایډڼ پرون (چهارشنبې، د چنګاښ ۱۳مه) د خپل ټاکنیز کمپاین له ...
Read More »اسټرالیا د افغانستان لپاره نوې ځانکړې استازې وټاکله
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت «اماندا مکګرګور» د افغانستان لپاره د دې هېواد نوې ځانکړې استازې وټاکله. د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیر پني وانګ په یوه بیانیه کې ویلي چې اماندا مکګرګور د افغانستان لپاره د جای ګلن مایلز پرځای د دې هېواد نوې ځانکړې استازې وټاکل شوه. ...
Read More »د اوکراین په جګړه کې د منځګړیتوب لپاره د ترکیې وړاندیز د روسیې له خوا رد شو
د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ویلي چې ترکیه کولای شي د مسکو او کییف ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره لاره هواره کړي او داسې عادلانه سوله ممکنه کړي چې د دواړو خواوو په ګټه وي. د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر ...
Read More »یونیسف په افغانستان کې د ۱۹۰ ښوونځیو ودانۍ بیارغوي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې په افغانستان کې به ۱۹۰ ښوونځي بیا ورغوي. یونیسف د سې شنبې په ورځ د چنګاښ په ۱۲مه اعلان کړی چې د دې کال په اوږدو کې به د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ د بیارغونې چارې ترسره شي. ...
Read More »د پاکستان له بندخونو ۱۳ افغان کډوال خوشې شول
د کډوالو چارو وزارت د پاکستان له بندخونو د ۱۳ افغان کډوااو د خوشې کېدو خبر ورکړی. یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان له بندخونو دا خوشې شوي کسان د چنګاښ په ۱۲ هېواد ته راستانه شوي دي. بلخوا ننګرهار کې د تورخم مسوولینو ویلي چې دا ...
Read More »د تګزاس قانون جوړوونکي په ښکاره توګه له ټاکنو د بایډن د لرې کولو غوښتنه وکړه
د امریکا پارلمان د ډموکراټ ګوند یو قانون جوړونکي په ښکاره توګه له جو بایډن څخه غوښتي په خپله د ډموکراټانو د نوماند په توګه د نومبر له ټاکنو پر شا شي. د تګزاس استازي لویډ ډاګټ پرون (سېشنبې، چنګاښ ۱۲مه) ویلي چې ولسمشر بایډن له پخواني ولسمشر ډونالډ ترمپ ...
Read More »ایران دوه افغانان اعدام کړل
د «ههنګاو» په نامه دایران د بشري حقونو یو سازمان وایي، د ایران د شېراز په مرکزي زندان کې دوه افغانان اعدام شوي دي. دې سازمان (سه شنبه د چنګاښ ۱۲مه) ویلي چې دا کسان د ایران د قضایي نهادونو لخوا د نشه یي توکو د اړوند جرمونو په تور ...
Read More »ملګري ملتونه: د غزې ۸۰ سلنه وګړي بې ځایه شوي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې مشرې ویلي په غزې کې د اسراییل – حماس تر جګړې وروسته په دې تړانګې کې ۱.۹ ملیون وګړي بې ځایه شوي چې د دې تړانګې د ټولو وګړو ۸۰ سلنه کېږي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې سیګریډ ...
Read More »