Home » 2024 (page 3)

Yearly Archives: 2024

غزه کې د وژل شویو ملکي وګړو شمیر ۴۵ زره ۲۲۷ ته لوړ شو

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په غزه کې په تېرو ۱۴ میاشتو کې د جګړو پرمهال د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۴۵زره ۲۲۷ ته ورسېد. د یاد وزارت څخه د خپرو شویو مالوماتو پر بنسټ په دې موده کې د روانې جګړې له کبله ۱۰۷زره ۵۷۳ نور ...

Read More »

افغانستان کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې ته په درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کې د ۸ ویکټو په توپيرماتې ورکړه او دغه لوبلړۍ یې په خپل نوم کړه. افغان لوبډلې د دې لوبې پچه وګټله او لومړی یې زمبابوې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه. ...

Read More »

ایران د روان کال تر پایه دوه میلیونه بې اسناده افغان کډوال باسي

د کډواولو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، د ایران حکومت په پلان کې لري څو د روان لمریز کال تر پایه دوه میلیونه غیر قانوني افغان کډوال وباسي.یاد سازمان ویلي چې سږکال هم له ایران او پاکستان څخه په زرګونه افغان کډوال په جبري ډول راستانه ...

Read More »

 زمبابوې افغانستان ته د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه

د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په دریمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې زمبابوې لوبډلې په خپله پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په زیان سره افغان لوبډلې ته د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه. د افغان لوبډلې په ګټه غضنفر ۵، راشد خان ۳، فرید احمد ملک او عظمت ...

Read More »

د کورنیو محصولاتو پر لومړیتوب د ا.ا حکومت ټينګار

د ا.ا حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کروندګرو، مالدارانو، د کورنیو تولیداتو او اقتصادي ودې د ملاتړ لپاره یې یوه کړنلاره جوړه کړې او د وروستۍ پرېکړې لپاره یې د ریاست‌الوزرا مقام ته استولې ده.خبرپاڼې زیاته کړې چې د دې کړنلارې ...

Read More »

د افغانستان او زمبابوې لوبډلو ترمنخ نن دریمه پنځوس اوریزه لوبه ترسره کیږي

د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دریمه برخلیک ټاکوونکې یو ورځنۍ لوبه ترسره کیږي. ټاکل شوې چې دغه لوبه نن د کابل پر وخت ‏د غرمې ۱۲:۰۰ بجې(شنبه،۱د مرغومی)د زېمبابوې په کوربه‌توب په ‏‏«هرارې» ‏کرکټ لوبغالي کې ترسره شي. د یو ورځنیو لوبو په روانه لوبلړۍ کې د ...

Read More »

قزاقستان د افغانستان د وسپنې پټلۍ د پراختيا ته چمتووالی ښودلی

د قزاقستان د ټرانسپورت وزارت په افغانستان کې د وسپنې پټلۍ د پراختيا  ته چمتووالی ښودلی دی. د دې وزارت مرستيال ماکسات کالياقپاروف وايي، د هېواد شرکتونه يې هوډ لري چې د افغانستان د وسپنې پټلۍ لپاره ريل ګاډي او د اړتيا وړ ځيني نور توکي چمتو کړي. نوموړي د ...

Read More »

د روسیې او بشارالاسد ترمنځ د پناه غوښتنې پر سر ناندرۍ

ځینو رسنیو د روسي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې روسیې د سوریې پخواني ولسمشر بشارالاسد ته په دغه هېواد کې د پناه ورکولو لپاره ځینې شرایطونه وړاندې کړي دي. د چارواکو د مالوماتو له مخې په دې شرایطو کې راغلي چې، بشارالاسد به په سیاسي فعالیتونو کې برخه نه ...

Read More »

سالنګ: د ترافیکي پېښه کې دوه کسان مړه او درې ټپيان شوي

د پروان امنیتي مسوولان وایې، چې په جنوبي سالنګ کې په یوه ترافیکي پېښه کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.  د پروان د امنيې قوماندانۍ وياند فضل رحيم مسکين يار وايي، چې دغه ترافیکي پېښه تېره ورځ د دغه ولايت د سالنګ ولسوالۍ په«ګوهر سنګ»سيمه کې رامنځته شوې ...

Read More »

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې لوبډلې ته د ۲۸۷ منډو هدف وټاکه

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې افغان لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې سیالې لوبډلې ته په پنځوس اورونو کې د ۲۸۷ منډو هدف ورکړ. په دغه لوبه کې لومړۍ توهنه افغان لوبډلې پيل کړه چې، د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره یې وکولای شول ...

Read More »