د ملګروملتونو پرمختیايي پروګرام «UNDP» خبر ورکړی، چې په افغانستان کې یې په تېرو دریو کلونو کې له ۷۵ زره متشبثو ښځو سره د کار په برخه کې مرسته او د دوی مالي ملاتړ یې کړی دی. د افغانستان لپاره د یاد پروګرام مشر، سټیفن روډریګز ویلي، له هغه ښځو ...
Read More »Yearly Archives: 2024
د دولتي کانکور ازموینې لپاره د نوملیکنې بهیر پيل شو
د ازموینو ملي ریاست د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د کانکور ازموینې لپاره د نوملیکنې د بهیر د پيل خبر ورکړی دی. یادې ادارې پرون(یکشنبې، د لړم۱۳مه)په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، په ښوونځیو او دیني مدرسو کې داوطلبان کولای شي د ازموینې لپاره فورمې ډکې کړي. خبرپاڼه کې ...
Read More »پاکستان کې د پولیو دوې نورې پېښې هم ثبت شوې
د پاکستان د ملي بېړنیو عملیاتو مرکز پرون (شنبې، د لړم ۱۲مه) اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د پوليو دوې تازه پېښې ثبت شوې دي. د دغه مرکز د معلوماتو له مخې، دا پېښې په «لکي مروت او دېرهاسماعیل خان» سیمو کې ثبت شوې دي. د ویلو ده ...
Read More »ایران د یوه افغان په ګډون شپږ کسان اعدام کړي
د ایران د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی چې ایراني حکومت د یو افغان په ګډون شپږ کسان اعدام کړي دي. یاد سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه کسان د ایران د کرج ښار په «قزل حصار»زندان کې اعدام شوي دي. د ایران د بشري حقونو سازمان د ...
Read More »د روغتیا نړیوال سازمان؛ افغانستان کې په تېره یوه میاشت کې د تنفسي ناروغیو له امله ۷ کسان مړه شوي
د روغتیا نړیوال سازمان خبر ورکړی چې په افغانستان کې د روان ۲۰۲۴م کال په تېره میاشت کې د تنفسي ناروغيو له کبله اووه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. یاد سازمان (یکشنبې، د لړم ۱۲مه)د یو په یو راپور کې ویلي، په دغه هېواد کې د نورو ناروغیو ...
Read More »جرمني له خپلو اتباعو غوښتي چې له ایران څخه ووځي
د جرمني حکومت په ایران کې له خپلو میشتو اتباعو غوښتنه کړې چې له دغه هېواد څخه دې ووځي او همدا راز د جرمني حکومت ایران ته د خپلو وګړو د سفر ممنوعیت هم تمدید کړی دی. د راپورونو له مخې، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت (جمعه، د لړم۱۱مه) ...
Read More »د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پياوړتیا ټينګار
د خیبرپښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د افغانستان او اسلام اباد ترمنځ د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره د ګډو هڅو پر اړتیا ټینګار کړی دی. نوموړي دا څرګندونې (جمعه، د لړم په ۱۱مه) د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې له یو پلاوي سره د لیدنې ...
Read More »د لبنان په ختیځ کې د اسراییلو په هوایي برید کې څه باندې ۵۰ کسان وژل شوي
د لبنان عامې روغتیا وزارت (جمعه، د لړم ۱۱مه) ویلي چې د دې هېواد په ختیځ کې د اسراییلو په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۵۲ کسان وژل شوي دي. که څه هم چې اسراییلي پوځ ادعا کوي چې هغوی تر هوایي بریدونو وړاندې د سیمې خلکو ته خبرداری ...
Read More »د روغتیا نړیوال سازمان؛ افغانستان کې د شري ناروغي زیاته شوې
د روغتیا نړیوال سازمان(WHO)د یو راپور په خپرولو سره په افغانستان کې د شري ناروغۍ پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده. یاد سازمان(جمعه، د لړم ۱۱مه)په افغانستان کې د روغتیايي وضعیت په اړه راپور کې ویلي چې، په دغه هېواد کې د سپټمبر میاشت کې د شري ناروغۍ مثبتې پېښې د ...
Read More »ظرافت کارخونه؛ د حکاکي هنر د ترویج او ودې هڅې
پر لرګیو د سکنې د بېلابېلو شکلونو حککولو ته حکاکي ویل کېږي. د «ظرافت» په نوم د نورستاني حکاکي هغه کارخونه ده چې پکې څه کم ۳۰ ښځینه او نارینه زده کوونکي په لرګینو توکو کې د حکاکۍ هنر پر زده کولو بوخت دي او هڅه کوي چې په خپلو ...
Read More »