Home » 2024 (page 17)

Yearly Archives: 2024

افغان کرکټ ملي لوبډله په دویمه لوبه کې له ماتې سره مخ شوه

د افغانستان او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو یو ورځنیو سیالیو په دویمه لوبه کې بنګله دېش افغان لوبډلې ته د ۶۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه. دغه لوبه پرون (شنبې، د لړم۱۹مه) د افغانستان په کوربه‌ توب د اماراتو په شارجه ‏نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره ...

Read More »

سوېلي وزیرستان کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي

د پاکستان دفاع وزارت خبر ورکړی چې د خېبرپښتونخوا ایالت په سوېلي وزیرستان کې له وسله‌ والو سره د نښتې پرمهال څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. یاد وزارت (پنجشنبې، د لړم۱۸مه)په خبرپاڼه کې ویلي چې، دغه پاکستاني سرتېري د سوېلي وزیرستان په اړوندو سیمو کې له وسله والو سره ...

Read More »

پوتین له ټرمپ سره خبرو اتراو ته لیوالتیا ښودلې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ ته د بریا مبارکي ورکړې او زیاته کړې یې ده چې روسیه له هغه سره خبرو اترو ته چمتو ده. پوتین ویلي، ټرمپ چې د خپل ټاکنیز کمپاین پرمهال د اوکراین او له روسیې سره د اړیکو ...

Read More »

د افغانستان او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ نن دویمه یوه ورځنۍ سیالۍ ترسره کېږي

د افغانستان او بنګله‌‌دېش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه پنځوس اووره یا یو ورځنۍ لوبه نن (شنبې، د لړم ۱۹مه) د متحد عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي ترسره کېږي. ټاکل شوې دغه لوبه نن د کابل پر وخت ماسپښین دوه بجې پیل شي. افغانستان په تېره لوبه کې ...

Read More »

استرالیا حکومت په خپل هیواد کې له ١٦ کلونو په کم عمره لرونکو ټولنیزې رسنۍ بندوي

د استرالیا هېواد لومړي وزیر انتوني الباني چې په نړیواله کچه له ټولنیزو رسنیو د ۱۶ کلونو د ټیټ عمر لرونکو تنکیو ځوانانو او ماشومانو بندول یې یو اصل بللی دی.نوموړي په ټینګار سره ویلي دي په داسې سیستم کار کوي ترڅو د ځوانانو د عمر تشخیص وښيي او له ...

Read More »

افغاني سرې میاشتې ټولنې ٨٩ ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته لیږلي

د افغاني سرې میاشتې ټولنه خبر ورکوي ۸۹ هغه ماشومان چې د هډوکو د پړسوب په ناروغۍ اخته وو یا هم سخت سوځېدلي وو، المان ته د درملنې په موخه لیږلي دي.یادې ټولنې په خپله اېکس پاڼه خپارکړي چې دغه ماشومان یې(پنجشنبه،د لړم١٧مه)د درملنې لپاره جرمني ته د لېږلي دي.افغاني ...

Read More »

ټرمپ په خپله لومړۍ ګمارنه کې سوزان وېلز د سپینې ماڼۍ د دفتر مشره ټاکلې

د امریکا نوي ولسمشر ډونالډټرمپ په خپل لومړي اقدام کې د خپلې ټاکنیزې ډلې مشره سوزان وېلز د سپینې ماڼۍ د دفتر د مشرې په توګه ګومارلې ده.وایلز د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین یوه له دوو مدیرانو څخه وه.ټرمپ د خپلې وینا پرمهال وېلز د داسې مېرمنې په توګه یاده ...

Read More »

روان کال په پاکستان کې د پولیو پېښو شمېر ۴۶ ته ورسېد

د پاکستان د بلوچستان ايالت په کلا سيف الله ولسوالۍ کې د ګوزڼ يوه تازه پېښه ثبت شوې ده. د دې پېښې په ګډون په روان ۲۰۲۴ کال کې په دغه هېواد کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۴۶ ته رسېدلی دی. په پاکستان کې د پوليو دا نوې ...

Read More »

کامالا هريس د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې خپله ماتې منلې

د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ سیالې کامالا هریس د ټرمپ پر وړاندې خپله ماتې منلې ده. هریس خپل سیال ډونالډ ټرمپ ته (چهارشنبې، د لړم۱۶مه) د ټیلفوني خبرو له لارې او په واشنګټن کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې دا څرګندونې کړي ...

Read More »

کورني حیوانات؛ ګټې، زیانونه او زموږ پر ژوند یې اغېز

که په ټولیزه توګه وګورو په لومړي سر کې حیوانات په دوو ډلو، کورني او وحشي حیواناتو وېشل شوي. وحشي هغه دي چې معمولا په غرونو او ځنګلونو کې ژوند کوي، خو اهلي حیوانات بیا له انسانو سره په کورونو کې ژوند کوي. یو شمېر وګړي د حیواناتو له ساتلو ...

Read More »