د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکوي چې د کرکټ ملي لوبډله د زېمبابوې لوبډلې پر وړاندې د راتلونکو سیالیو په موخه یاد هېواد ته روان شول. د یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملي لوبډله (چهارشنبې، د لیندۍ ۱۴مه)ماسپښین مهال یاد هزواد ته روان شوي دي. ...
Read More »Yearly Archives: 2024
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د روسیې او امریکا استازو لفظي شخړه وکړه
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د روسیې او متحدوایالتونو استازو پرون ( سه شنبې، د لیندۍ ۱۳مه) په سوریه کې د روان بحران په اړه د امنیت شورا په غونډه کې لفظي شخړه کړې او یوبل یې د ترهګرو په ملاتړ تورن کړي دي. د راپورونو له مخې، ...
Read More »د هلمند په مختلفو ولسوالیو کې ۱۱ روغتونونه جوړیږي
د هلمند په مختلفو ولسوالیو کې ۱۱ روغتونونه جوړیږي د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسوولان خبر ورکوي چې، د دغه ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې معیاري روغتونونه جوړیږي. د هلمند د عامې روغتیا ریاست رییس ډاکټر سیداحمد سعید وايي چې، په دې پروژه کې د هرې ولسوالي لپاره یو ...
Read More »سور صلیب: په افغانستان کې یې له ۱۱ زره د ډېرو ماشومانو درملنه کړې
د سره صلیب نړیوالې کمېټې خبر ورکړی چې سږ کال یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په تېرو ۹ میاشتو کې د څه باندې ۱۱ زره افغان ماشومانو د یو ډول مورزادي ناروغۍ په درملنه کې مرسته کړې ده. یادې کمېټې (دوشنبې، د لیندۍ ۱۲مه ) په خبرپاڼې کې ...
Read More »ټرمپ حماس ته د برمته شويو کسانو د خوشې کولو لپاره خبرداری ورکړ
د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر، ډونالډ ټرمپ (دوشنبې، د لیندۍ ۱۲مه) خبرداری ورکړی چې که حماس د ده د لوړې له مراسمو څخه مخکې برمته شوي کسان خوشې نکړي، له جدي پایلو سره به مخ شي. د ټرمپ دغه خبرداری داسې مهال ورکړ شوی چې د امریکا ولسمشر جوبایډن ادارې ...
Read More »غزه کې د سرطان زرګونه ناروغان د درملنې په تمه دي
د راپورونو پر بنسټ په غزه کې څه باندې ۱۰ زره د سرطان ناروغان د درملنې لپاره د لېږدولو په تمه دي. د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، تر اوسه شاوخوا ۵ زره ناروغان د درملنې لپاره متحده عربي اماراتو، مصر او قطر ته لېږدول شوي دي.
Read More »د افغانستان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډله وروستۍ لوبه له نیپال سره کوي
د افغانستان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډله د اسیا جام سیالیو په لړ کې وروستۍ لوبه د نیپال پر وړاندې ترسره کوي. افغان نولس کلنو لوبډلې د اسیام جام سیالیو په تېرو دوو لوبو کې د بنګلهدېش او سریلانکا لوبډلو پر وړاندې ماتې خوړلې وه. د معلوماتو پر اساس په دې ...
Read More »ایران کې د یو افغان په ګډون درې کسان اعدام شوي
په ایران کې د حال وش په نامه د بشري حقونو یو بنسټ خبر ورکړی چې، د ایران حکومت د یو افغان په ګډون درې کسان اعدام کړي دي. د یاد بنسټ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې، دغه کسان د ایران په یزد زندان کې اعدام شوي ...
Read More »افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي چارې پیل شوي
د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه خبر ورکړی چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې کار په عملي توګه جریان لري. نوموړي د یادې پيل په اړه نور جزییات نه دي ورکړي چې په افغانستان کې یې څو سلنه چارې بشپړې شوي دي. د ټاپي پروژې ...
Read More »جوبایډن د خپل زوی په بښلو سره د ولسمشرۍ د فوق العاده صلاحیتونو څخه د کورنیو اړیکو لپاره د ګټې نهاخیستلو ژمنه ماته کړه
رسنیو خبر ورکړی چې جوبایډن (یک شنبې، د لیندۍ ۱۱مه) خپل زوی «هنټر» بښلی او په دې توګه یې هغه ژمنه ماته کړې چې د ولسمشرۍ له فوقالعاده صلاحیتونو یې د خپلې کورنۍ د غړي په ګټه د کار نه اخیستلو په برخه کې کړې وه. د جوبایډین زوی د ...
Read More »