Home » 2024 » دسمبر (page 2)

Monthly Archives: دسمبر 2024

د پاکستان له زندانونو ۵۳ افغانان خوشې شوي

د  کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له بندخونو د ۵۳ افغانانو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی. د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا کسان له د سپین‌بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. خبرپاڼې زیاته کړې چې په دې کسانو کې ...

Read More »

بنګله دېش له هند غوښتي چې شیخ حسینه ورته وسپاري

د بنګله دېش د بهرنیو چارو وزارت له هندي چارواکو غوښتي چې، د یاد هیواد پخوانۍ لومړۍ وزیره شیخ حسینه بېرته ور وسپاري.رسنیو د بنګله دېش د بهرنیو چارو وزارت د سلاکار له قوله راپور ورکړی چې، بنګله دېش هند ته رسمي غوښتنلیک استولی چې تبعید شوې لومړۍ وزیره شیخ ...

Read More »

کابل ته د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي سفر

د افغانستان لپاره د پآکستان نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي محمد صادق کابل ته د خپل سفر خبر ورکړی دی.نوموړي په خپله اېکس پاڼه خپاره کړي چې، د یو پلاوي په مشرۍ یې کابل ته سفر کړی او ټاکل شوې چې د ا.ا حکومت له چارواکو سره هم لیده کاته ...

Read More »

سعودي عربستان په کابل کې خپل سفارت بیا فعالوي

په افغانستان کې د سعودي عربستان سفارت ویلي، چې په دغه هیواد کې خپلډیپلوماټیک فعالیت له سره پيلوي.د یاد سفارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې «افغان وروڼو ته به ټول خدمات» وړاندې کړي.په ورته مهال ا.ا حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال ضیااحمد تکل په ...

Read More »

نن د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي

د عامې روغتیا وزارت خبر ورکوي چې نن(دوشنبه،۳د مرغومي)د هیواد په یوولس ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلېږي. د یاد وزارت ویاند شرافت زمان وایې، چې دغه کمپاین په کابل، کندهار، هلمند، ارزګان، زابل، ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، هرات او کندز کې پیل شي چې په ترڅ کې ...

Read More »

ملګري ملتونو پراختیایي پروګرام د افغان ښځو په مشرۍ مو د ۸۰ زره سوداګریو ملاتړ کړی

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام تازه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې یې له ۸۰ زرو نه ډېرو کوچنیو سوداګریو ملاتړ یې کړی چې اوسمهال د افغان ښځو له لوري رهبري کېږي. یادې ادارې زیاته کړې چې افغان ښځو د کوچنیو کاروبارونو په پیلولو سره ...

Read More »

یونان کې د یوې بیړۍ د چپه کېدو په پېښه کې ۸ کسان مړه شوي

یوناني چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هیواد په ختیځ د روډس ټاپو ته نژدې سیمه کې د یوې کېښتۍ د چپه کېدو په پېښه کې ۸ افغان کډوال مړه شوي او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي دي.  چارواکو ویلي چې د پیښې په ځای کې یې عملیات پیل کړي ...

Read More »

سبا د هیواد په ځینو سیمو کې د پولیو واکسین کمپاین پيلېږي

«له پولیو څخه د پاک افغانستان» په نامه ادارې اعلان کړی چې سبا(دوشنبه،۳د مرغومي) د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د پوليو یا ګوزڼ ضد واکسين نوی پړاو پیلېږي. یادې ادارې په دې اړه جزییات نه دي ورکړي چې دا کمپاین به په کومو ولایتونو کې پلي شي او د ...

Read More »

د ایران نوی قانون؛ ایران کې د افغان کډوالو په کار او اوسېدو بندیز ولګول شو

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د نوي قانون پر بنسټ د ایران په ځینو سیمو کې د کډوالو پر کار او اوسېدو بندیز لګېدلی دی. د راپورونو له مخې د کډوالو چارو د مرکز رییس نادر یار احمدي له قوله ویل شوي، په ختیځ اذربایجان، لوېدیځ اذربایجان، ...

Read More »

ترکې ۶۰ غیر قانوني افغان کډوال نیولي

ترکي چارواکو خبر ورکړی چې په دغه هیواد کې یې ۶۰ غیرقانوني افغان کډوال نیولي دي. د چارواکو د مالوماتو له مخې نیول شویو افغان کډوالو په ترکیه کې قانوني اسناد نه درلودل او له همدې کبله پولیسو نیولي دي. ترکیي پولیسو ویلي چې د نیول شویو کسانو له ډلې ...

Read More »