Home » 2024 » دسمبر

Monthly Archives: دسمبر 2024

پکتیا کې د پینځه میلیون ډالرو په ارزښت د ۱۵۰ بستريز روغتون د جوړېدو چارې پیل شوې

باختر خبري اژانس پرون (دوشنبې، د مرغومي ۱۰مه) خبر ورکړی چې د عربي متحده اماراتو په مرسته د پکتیا په مرکز ګردیز کې ۱۵۰ بستریز روغتون جوړيږي. د ویلو ده چې دغه روغتون د ۵ میلیونه ډالرو په لګښت جوړېږياو جوړولو ترڅنګ به د روغتون د فعاليتونو ټول لګښتونه هم ...

Read More »

د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز د کاري چټکتیا لپاره د کرنې وزارت هڅې

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د قوش تېپې کانال د جوړولو په کار کې د چټکتیا لپاره د امارتي بنسټونو ترمنځ د همکاريو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، مصباح الدین مستعین وايي چې په دغه غونډه کې د قوش تېپې ...

Read More »

د کرنې وزارت په افغانستان کې د زعفرانو د حاصلاتو د زیاتوالی خبر ورکړ

د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي چې په هېواد کې د زعفرانو حاصلات د تېر کال په پرتله زیات شوي دي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، مصباح‌الدین مستعین د زعفرانو د حاصلاتو د زیاتوالي لاملونه د باران زیاتوالی، د زعفرانو د کښت او راټولونې لپاره ...

Read More »

ایراني پولیسو په دغه هېواد کې د ځانمرګي برید په تور یو کس نیولی

ایراني چارواکو پرون (یکشنبې، د مرغومي ۹مه) ویلي چې په دغه هېواد کې یې د ځانمرګي برید په تړاو یو کس نیولی دی. دا ځانمرګی برید وړمه ورځ د ایران هرمزګان ولایت د لنګه بندر کې وشو چې له امله یې د ایران د پولیسو د اطلاعاتو د مشر، مجتبی ...

Read More »

د امریکا پخوانی سل کلن ولسمشر «جیمي کارټر» مړ شو

د امریکا پخوانی ولسمشر «جیمي کارټر» په سل کلنۍ پرون (یکشنبې، د مرغومي ۹مه) په جورجیا ایالت کې مړ شوی دی. کارټر د ۱۹۷۷ او ۱۹۸۱ کال ترمنځ د امریکا نهه دېرشم ولسمشر ټاکل شوی و او په ۲۰۰۲ کال کې یې د نوبل د سولې جایزه هم ګټلې وه. ...

Read More »

جنوبي کوریا کې یوه مسافر وړونکې الوتکه نسکوره شوه

په جنوبي کوریا کې چارواکي وایي چې نن (یکشنبې، مرغومي ۹مه) یوه مسافر وړونکې الوتکه، چې ۱۸۱ تنه پکې سپاره وو، تر غورځېدو وروسته لږ تر لږه ۸۵ کسان پکې وژل شوي دي. د امریکا غږ د راپور له مخې، چارواکو ویلي چې دا الوتکه د تایلند پایتخت بنګکاک څخه ...

Read More »

پوتین له خپل اذربایجاني سیال بښنه وغوښته

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل اذربایجاني سیال، الهام علي یف څخه د اذربایجان د هوايي شرکت د الوتکې د نسکورېدو له امله بښنه غوښتې ده. د اذربایجان هوايي شرکت یوه الوتکه چې ۶۷ مسافر په کې سپاره وو، د جمعې په ورځ له باکو څخه روسیې ته الوتنه ...

Read More »

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د لومړۍ ټېسټ لوبې په درېیمه ورځ رحمت شاه زرمتي غبرګې سلیزې پوره کړې

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د لومړۍ ټیسټ لوبې درېیمه ورځ بشپړه شوه او افغانستان یوازې د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره ۴۲۵ منډې جوړې کړې.د دې سیالۍ په درېیمه ورځ د افغانستان لپاره رحمت شاه زرمتي پرته له دې چې خپله ویکټه له لاسه ورکړي غبرګې سلیزې پوره کړې ...

Read More »

ا.ا: پر افغانستان د برید پلانوونکي مرکزونه مو په نښه کړي

د دفاع وزارت ویاند، عنایت‌الله خوارزمي په یوه اعلامیه کې له پاکستان سره د نښتو د تایید ترڅنګ پر افغانستان د بریدکوونکو مرکزونو په نښه کېدل غچ اخیستونکي بریدونه بللي دي. خوارزمي ویلي په دغو بريدونو کې له پاکستان سره د ډيورنډ فرضي کرښې بلې غاړې ته څو نقطې په ...

Read More »

عمران خان: د افغان کډوالو په ایستلو سره به پاکستان کې ترهګري کمه نه شي

د پاکستان پخواني لومړی وزیر عمران خان وايي، پر افغانستان د هوايي بریدونو او له پاکستان څخه د کډوالو په جبري ایستلو سره پاکستان کې ترهګري کمه نه، بلکې لا زیاته شوې ده. عمران خان پرون (جمعه) په اډیالي زندان کې له خبریالانو او مدافع وکیلانو سره په خبرو کې ...

Read More »