د نایجریا چارواکو ویلي، د جمعې په ورځ د نایجریا په سمندر کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه او تر ۱۰۰ زیات ورک شوي چې ډېری یې ښځې دي. د بېړنیو حالاتو د ادارې ویاند ابراهیم اودو اسوشېټېډ پرس خبري اژانس ته ...
Read More »Monthly Archives: نوومبر 2024
نوولسکلن اسیا جام کې بنګلهدېش افغانستان ته د ۴۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه
د نوولسکلنو ځوانانو د اسیا جام سیالیو لومړۍ لوبه پرون( جمعه د لیندۍ ۹مه) د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د عربي متحده اماراتو په دبۍ ښار کې ترسره شوه، چې بنګلهدېش د ۴۵ منډو په توپیر افغانستان ته ماتې ورکړه. د بنګلهدېش توپوهونکو پوره ۵۰ اورونه ولوبول، ۹ لوبغاړي یې ...
Read More »اوچا: افغانستان په روان کال کې ۳.۱میلیارډ ډالره مرستې ته اړتیا لري
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یو راپور کې ویلي، چې د تېرو دریو کلونو په ترڅ کې د افغانستان ۲۳.۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. اوچا زیاتوي، په روان ۲۰۲۴ کال افغانستان د بشري مرستو لپاره ۳.۱ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري، ...
Read More »د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل کړی
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن(پنجشنبې، د لیندۍ ۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه کړې ده. یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، نن او سبا (جمعه) په تخار، پنجشیر، بغلان، بامیان، سرپل، جوزجان، ډایکندي، ...
Read More »راشد خان د نړۍ غوره توپ اچونکی اعلان شو
د کرکټ نړیوالې شورا (ICC)د نړۍ د غوره لوبډلو او غوره لوبغاړو تازه درجه بندي اعلان کړې چې پکې د کرکت ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان د نړۍ د غوره توپ اچوونکو په سر کې ځای نیولی. راشد خان په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د ۶۸۷ امتیازونو سره د ...
Read More »بایډن او ګوترش د اسراییلو او حزب الله ترمنځ د اوربند هرکلی وکړ
رویټرز خبري اژانس د اسراييلو د لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو له قوله ویلي، اسراييلي کابینې دغه تړون منلی دی. د ویلو ده چې د اسراييلو او حزب الله ترمنځ د اوربند منځګړیتوب امریکا او فرانسې کړی دی. دغه تړون داسې مهال منل شوی چې هره ورځ د اسراییلو لخوا د ...
Read More »د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې پاکستان ته د ۲۵۱ منډو هدف وټاکه
د افغانستان ۱۹ کلنو کرکت لوبډلې د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ په پایلوبه کې پاکستان لوبډلې ته د ۲۵۱ منډو هدف وټاکه. د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه پیل کړه چې په ټاکلو پنځوسو اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په زیان سره د پاکستان لوبډلې ...
Read More »د اتلانو جام «چمپینز ټرافي» افغانستان ته راوړل شو
د افغانستان کرکټ بورډ وایې چې، د کرکټ نړیوالې شورا د مهالوېش له مخې د اتلانو جام«چمپینز ټرافي»نن(سه شنبې، د لېندۍ۶مه) له اماراتو څخه کابل ته راوړل شو. د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات رویداد خبري اژانس ته وویل، د ټرافۍ را رسېدو او بدرګې لپاره د ملي لوبډلې ...
Read More »يونان کې د بېړۍ ډوبېدو په پېښه کې اتو کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی
د یونان ساموس ټاپو ته څېرمه د بېړۍ د ډوبېدو له امله شپږو ماشومانو او دوو مېرمنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د ساموس ټاپو د ساحلي ګارډ په وینا، د دې کښتۍ ۳۶ ژوندي پاتې کسان په یوه ډبرین ساحل کې موندل شوي، یادې ادارې زیاته کړې چې ...
Read More »افغانستان نن د پاکستان له نولسکلنې لوبډلې سره پایلوبه کوي
د افغانستان او پاکستان د کرکټ د نولسکلنې لوبډلې نن (سهشنبې، د لیندۍ ۶مه) د درې هېوادیزو سیالیو پایلوبه کوي. د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان نولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ د پایلوبې پچه وګټله او لومړی یې د سیالې پاکستانۍ لوبډلې ...
Read More »