پر لرګیو د سکنې د بېلابېلو شکلونو حککولو ته حکاکي ویل کېږي. د «ظرافت» په نوم د نورستاني حکاکي هغه کارخونه ده چې پکې څه کم ۳۰ ښځینه او نارینه زده کوونکي په لرګینو توکو کې د حکاکۍ هنر پر زده کولو بوخت دي او هڅه کوي چې په خپلو ...
Read More »Monthly Archives: اکتوبر 2024
سوریه کې امریکایي ځواکونو د داعش ۳۵ غړي ووژل
د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومندانۍ پرون (چهارشنبې، د لړم ۹مه) اعلان کړی چې په سوریه کې یې د هوایي برید له امله لږ تر لږه ۳۵ داعش جنګیالي وژلي دي. دې قومندانۍ ویلي چې د روانې اوونۍ په جریان کې یې په سوریه کې د داعش جنګیالیو یو ...
Read More »کرکټ بورډ: افغان ۱۹ کلنه لوبډله له پاکستان او متحده اماراتو سره سیالۍ کوي
د افغانستان کرکټ بورد (چهارشنبې، د لړم ۹مه) د پاکستان او متحدو عربو اماراتو د ۱۹ کلنو لوبډلو سره د درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره د ۱۸ لوبغاړو نومونه اعلان کړل. د دریو هېوادونو د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ دا لوبې د نومبر په ۱۳مه نېټه پیلېږي او په ۲۶مه به ...
Read More »یونیسف په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو د کمښت خبرداری ورکړی
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، که په کابل کې له ځمکې لاندې د څښاک اوبو لپاره تدابیر ونه نیول شي ښایي تر ۲۰۳۰م کال پورې وچې شي. یونیسف پرون(سه شنبې، د لړم۸مه)په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ...
Read More »د هوا په سړېدو سره کابل کې د لرګیو بیه دوه برابره شوې
د هوا په سړېدو سره د هېواد پر یو شمېر نورو ولایتونو سربېره د کابل ښار ځینې اوسېدونکي د لرګیو د بیو له لوړوالي شکایت کوي او وایي، د سون لرګیو بیې دومره لوړې شوې چې د اخیستلو توان یې نه لري. د کابل ښار یو بل اوسېدونکی عبدالرزاق وایي، ...
Read More »د لبنان حزب الله غورځنګ «نعیم قاسم» د خپل مشر په توګه وټاکه
د لبنان حزب الله پرون (سې شنبې، د لړم ۸مه) اعلان کړی چې د خپل وژل شوي مشر، حسن نصرالله پرځای یې د دې غورځنګ مرستیال نعیم قاسم د خپل نوي مشر په توګه ټاکلی دی. حسن نصرالله تېره میاشت پر جنوبي بیروت د اسراییلو په یو برید کې ووژل ...
Read More »د افغانستان کرکت بورډ له زمبابوې سره د راتلوونکو لوبلړیو نېټې په ډاګه کړې
د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی د کرکټ ملي لوبډله د زېمبابوې پر وړاندې بشپړه لوبلړۍ لري. د کرکټ بورډ څخه(سه شنبې، د لړم۸مه)په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د زېمبابوې پر وړاندې یې د بشپړې لوبلړۍ لپاره د افغان کرکټ ملي لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ چې ...
Read More »د افغانستان او قطر ترمنځ د مستقیمو هوایي الوتنو هوکړه لیک لاسلیک شو
ا.ا د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت خبر ورکړی چې د افغانستان او قطر ترمنځ د دوه اړخیزو هوایي الوتنو هوکړه لیک لاسلیک شو. د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه هوکړه لیک (دوشنبې، د لړم۷مه) په دوحه کې ا.ا حکومت د ټرانسپورت او ...
Read More »له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو دوام
ایراني چارواکي وایي چې له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د ویستلو لړۍ په چټکۍ دوام لري. د ایران د پولیسو عمومي قوماندان احمد رضا رادان(دوشنبې،د لړم۷مه) رسنیو ته ویلي چې، ایراني پولیس په دې هڅه کې دي چې غیر قانوني کډوال چې اوسمهال په دغه هېواد کې ژوند ...
Read More »افغان الف(ابدالیانو)کرکټ لوبډله د اسیا جام اتلولۍ له ګټلو وروسته هېواد ته راستانه شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، افغان الف لوبډله نن(سه شنبې،د لړم۸مه)سهار کابل ته راستنه شوې ده چې د ښه راغلاست لپاره یې د کابل په هوایي ډګر کې ځانګړي مراسم نیول شوي وو. افغان الف«ابدالیانو» لوبډلې د اسیا اېمرجېنګ جام کرکټ سیالیو ...
Read More »