Home » 2024 » اگست

Monthly Archives: اگست 2024

متقي: له موږ څخه د رسمیت حق اخیستل شوی

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان په پنځوسمه ناسته کې ویلي چې « په غیرمنصفانه توګه د رسمیت پېژندلو حق» ترې اخیستل شوی دی. نوموړي په دې ناسته کې، چې پرون په کامرون کې ترسره شوه، ویلي چې د افغانستان په میلیونونو ډالر د امریکا ...

Read More »

د ازموینو اداره: تېر کال په ازموینو کې ۷۸زره او ۱۰۳ بریالي کسان بېلابېلو ادارو ته وروپېژندل شول

د ازموینو ملي ادارې اعلان کړی چې په تېر کال کې دې ادارې له ۱۷۷ زر او ۲۰کسانو امتحان اخیستی، چې ۸۷زره او ۱۰۳بریالي کسان یې بېلابېلو ادارو ته ورپېژندلي دي. د ازموینو ملي ادارې مشر، عبدالباقي حقانی نن (شنبې، د وږي ۱۰مه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته ...

Read More »

د ا. ا د دفاع وزارت له روسیې څخه د هوایي ضد وسلو اخیستلو خبر رد کړ

د دفاع وزارت ویاند، عنایت‌الله خوارزمي ویلي چې د یاد وزارت د لوجستک مشر، عبدالبصیر صابري له روسیې څخه د هوایي ضد وسلو د اخیستلو خبرې تحریف شوی او تر اوسه په دې اړه له روسي چارواکو سره خبرې نه دي شوې. صابري له ټاس خبري اژانس سره د دې ...

Read More »

عباس کریمي، د پاریس په پارالمپیک کې د سپینو زرو مډال وګاټه

افغان لامبو وهونکي، عباس کریمي د امریکا د لامبو وهنې د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره د پاریس د المپیک لوبو په دویمه ورځ د سپینو زرو کډال ګټلی او د هېواد لپاره یې د پاراالمپیک لومړنی مډال ترلاسه کړی دی. ښاغلي کریمي څلور په پنځو مترو ځای کې د ...

Read More »

د المان لومړی وزیر: افغانستان او سوریې ته به د مجرمانو لېږل پیل شي

د المان په زولینگن ښار کې د چاقو په واسطه له برید وروسته، هلته د کډوالۍ سیاست په اړه بحثونه جدي شوي دي. د المان لومړی وزیر ډاډ ورکړی چې افغانستان او سوریې ته د«مجرم او خطرناکو» پناه غوښتونکو ایستلو امر اجرا کېږي. د المان لومړی وزیر، اولاف شولتس (زیډ ...

Read More »

ګوترش په باختري تړانګه کې د اسراییلو لخوا د بریدونو د ژر بندېدو غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو ګوترش نوي له اسراییلو غوښتي چې په باختر تړانګه کې خپل نظامي عملیات پایته ورسوي. دا غوښتنه په سیمه کې د کړکېچونو له زیاتوالي سره سمه شوې ده. د ګوترش دفتر چهارشنبې، د وږي ۷مه ویلي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د دې ...

Read More »

نامتو افغان خبریال، نبي پاکطین د زړه ناروغۍ له امله ومړ

د افغانستان راډیو ټلویزیون نامتو ویاند، نبي پاکطین په هند کې وفات شوی دی. په ټولنیزو رسنیو کې د ښاغلي پاکطین ملګرو او همکارانو د نوموړي د مړينې خبر تایید کړی دی. ښاغلي پاکطین د راډیويي خپرونو د ویاندۍ سربېره ډېر کلونه په بېلابېلو برخو کې، لکه د باختر اژانس ...

Read More »

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په کانټیننټال لوبو کې د ګډون لپاره ټایلنډ ته لاړه

د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي نن سهار (پنجشنبې، د وږي ۸مه) ټایلنډ ته تللي دي. د کانټیننټال جام سیالۍ د افغانستان، ټایلنډ، گواتمالا، کوېټ و نیوزیلنډ لوبډلو تر منځ د ۱۴۰۳ کال د وږي له ۶ تر ۱۰مې نېټې د ټایلنډ په بانکوټ ...

Read More »

افغانستان کې د اوبو کړکېچ؛ ۶۷ سلنه کورنۍ د څښاک اوبو ته د لاسرسي له جدي ننګونې سره مخ دي

د اوبو د نړیوالې اوونۍ په څنډه کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړ چې د تېرو کلونو په پرتله د څښاک اوبو ته د افغانانو اړتیا ډېره شوې ده. دغه نهاد نن ( چهارشنبې، د وږي۷مه) په خپله اېکس کې اعلان وکړ چې ...

Read More »

غور کې د اوبو رسونې یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غور ځایي مسوولین په یاد ولایت کې د اوبو رسونې یوې شبکې د جوړولو خبر ورکړی دی. د دغه ولایت مسوولینو زیاته کړې چې دا شبکه د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې (یونیسف) په مالي ملاتړ جوړه او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې ده. د غور د مسوولینو د ...

Read More »