Home » 2024 » مې (page 3)

Monthly Archives: مې 2024

زابل کې د ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه او ۱۵ نور ټپیان شول

په زابل کې د ا.ا سیمه ییز چارواکي وايي، د کابل – کندهار پر لویه لار د یوه ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله درې تنه مړه شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي. دا پېښه د شنبې په ورځ د غبرګولي په ۵مه د زابل ...

Read More »

مجاهد: د دوحې په غونډه کې د افغانستان د ګډون شرایط لا نه دي نهايي شوي

د ا.ا ویاند، ذبیح الله مجاهد له رویداد خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې د دوحې په تعقیبي غونډه کې د ا.ا د استازي د ګډون د ا.ا د چارواکو له خوا نه دي نهایي شوي او دا موضوع د ارزونې په حال کې ده. هغه تر دې ...

Read More »

روسیه: امریکا او بریتانیا د سیمې د بې ثباته کولو لپاره له ترهګرو سره همکاري کوي

د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر سرګي ناریشکین ویلي، د امریکا او بریټانیا استخباراتي ادارې د منځنۍ اسیا د بې ثباته کولو لپاره له ترهګرو ډلو سره همکاري کوي. د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو استخباراتو د ادارې مشر دا څرګندونې په بشکک کې ...

Read More »

بدخشان کې سېلابونو د یوې کورنۍ د لسو غړو ژوند واخیست

د بدخشان ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس محمد کارمګار رسنيو ته ويلي، چې د دغه ولايت د مرکز فيض اباد ښار د نهمې ناحيې په “مورچک” کلي کې د سېلاب له امله د يوې کورنۍ لس غړي مړه شوي دي. د هغه په ​​وينا، له دې ...

Read More »

بایډن په افغانستان کې پوځي حضور غیرضروري وباله

د امریکا ولسمشر، جو بایډن په دې وروستیو کې په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې د افغانستان له اشغال پرته د داعش د کنټرول لپاره نورې لارې شته او په افغانستان کې یې پوځي حضور غیر ضروري بللی دی. بایډن دا څرګندونې د کینیا له ولسمشر سره په یوه ...

Read More »

کندهار کې انارګل دوديزه، کلنۍ مشاعره جوړه شوه

تېر ماښام د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د یاد ولایت د عینو مینې په ښارګوټي کې د «انارګل» کلنۍ مشاعره وشوه. په مشاعره کې د اطلاعات او کلتور سرپرست «م. خير الله خیرخواه» د کندهار والي «حاجي م. صاحب» د ا.ا ویاند «م. ذبیح الله مجاهد» د ...

Read More »

ایلان ماسک: مصنوعي ځیرکتیا به د ټولو انساني کارونو ځای ونیسي

متشبث او د ټیسلا او ایکس ټولنیزې شبکې مشر، ایلان ماسک په پاریس کې د VivaTech 2024 ټکنالوژۍ کنفرانس کې وړاندوینه کړې چې مصنوعي ځیرتیا به اخر د هرې بشري قوې دندې پر مخ وړي. هغه په ​​​​دې باور دی چې په راتلونکي کې به د انسانانو لپاره د دندې ...

Read More »

د هندوستان غوره لیګ (ای پي اېل) سیالیو پایلوبې ته د کلکتې نایټ رایډرز او سن رایزرس حیدراباد لوبډلو لار پیدا کړه.

ټاکل شوې دغه پایلوبه سبا یکشنبې د هند په چینای ښار کې ترسره شي. د کلکتې لوبډلې د یادو سیالیو د «پلی اف» په پړاو کې د حیدراباد لوبډلې ته ماتې ورکړې وه او پایلوبې ته یې نیغ په نیغه لار موندلې وه. د حیدراباد لوبډلې بیا پرون جمعه په ...

Read More »

ننګرهار کې د تندر غورځېدلو له امله درې تنه ووژل شول

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د استوګنې پر یوه کور د تندر غورځېدلو له امله درې تنه وژل شوي دي. د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وايي، دا پېښه په شېرزاد ولسوالۍ کې شوې ده. هغه زياته کړه، چې دا درې تنه لومړی ټپيان ...

Read More »