Home » 2024 » مې

Monthly Archives: مې 2024

اروپايي ټولنې له افغان زدکوونکو نجونو سره لس میلیونه یورو مرسته وکړه

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) اعلان کړی، چې اروپايي ټولنې د دې موسسې له لارې په افغانستان کې زدکوونکو نجونو ته د خوړو لپاره لس میلیونه یورو مرسته کړې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د مرستو د څانګې مشرې «هېسو وي لي» د چهارشنبې ...

Read More »

د افغانستان بانک: له هغو صرافانو سره معاملې مه کوئ چې جواز نه لري

د افغانستان بانک په یوه خبرپاڼه کې له خلکو غوښتنه کړې چې له هغو صرافانو سره د پیسو لېږد‌رالېږد «مبادلې او حوالې» له معاملاتو ته ډډه وکړي چې د فعالیت جواز نه‌ لري. یاد بانک نن پنج‌شنبه، غبرګولي لسمه پر خپله اېکس‌‌پاڼه لیکلي چې هېواد‌وال دې یوازې له هغو صرافانو ...

Read More »

د ترکیې او افغانستان ترمنځ د ډیپلوماتیکو ویزو د معافیت تړون لغوه شو

ترکيې د روان کال د جون له لومړۍ نېټې څخه له افغانستان سره د ډيپلوماتيکو ويزو د معافيت تړون وځنډاوه. ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې دا پرېکړه به د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د امر پر بنسټ د روان کال د جون له لومړۍ نېټې عملي شي. د ...

Read More »

د ایراني ځواکونو په ډزو څلور پاکستاني اتباع وژل شوي

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د بلوچستان ایالت اړوند په «واشک» سرحدي ولسوالۍ کې د ایراني پوله‌ساتو په ډزو څلور پاکستانیان وژل شوي دي. د ډان پاکستاني ورځپانې د خبر له مخې چې دا ډزې چهارشنبې (غبرګولي ۹مه) شوې چې له امله یې دوه نور پاکستاني اتباع ټپیان شوي هم ...

Read More »

د کرکټ نړیوال شل اوریز جام؛ افغان لوبډلې تمریناتي لوبې پیل کړې

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام د چمتووالي سیالیو په ترڅ کې افغانستان له عمان سره لوبه وکړه، خو د ورښت له امله بې پایلې تمامه شوه. دا سیالي چې د مې میاشتې په ۲۹مه نېټه د چهارشنبې په ماښام د کابل پر وخت ۹:۳۰ بجې پیل شوې وه، پچه ...

Read More »

د افغانستان د ګرانبیه ډبرو لومړی رېل ګاډی ترکیې ته ورسېد

د لومړي ځل لپاره د افغانستان د ګرانبیه ډبرو قطار د ایران له لارې ترکیې ته رسېدلی دی. ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د افغانستان د سوداګریزو توکو دا قطار د دې هېواد له لارې ترکیې ته رسېدلی دی. د سرچینې په وینا، دغه قطار د روزنک له لارې ایران ...

Read More »

د اسراییلو بریدکوونکي ټانکونه رفحې ته دننه شول

اسراییلي ځواکونو د غزې په جنوب کې پر رفح ځمکنی برید پیل کړی او د دغه رژیم ټانکونه دې ښار ته دننه شوي دي. رویټرز د رفحې د یو اوسېدونکي له قوله راپور ورکړی چې د اسراییلو ټانکونه سه شنبه د غبرګولي په ۸مه رفحې ته دننه شوي او په ...

Read More »

نورستان کې په وسله واله نښته کې اته کسان ووژل شول

د نورستان ولایت سیمه‌ییزې سرچینې وايي، د وانټ وایګل ولسوالۍ د څړځایونو پر سر د دوو کلیو د اوسېدونکو ترمنځ په وسله واله نښته کې د ا.ا د دوو غړو په ګډون اته کسان وژل شوي دي. يوې سرچينې چې نه يې غوښتل خپل هويت په ډاګه کړي، رسنيو ته ...

Read More »

د ا.ا د چارواکو لخوا د امو حوزې نږدې شپېته زره ټنه خام تېل وپلورل شول

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې له امو حوزې څخه یې ۶۰ زره ټنه تېل استخراج کړي او د شاوخوا ۳۳میلیون ډالرو په ارزښت پلورلي دي. دغه وزارت سه شنبه د غبرګولی ۸مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه خام تېل د قشقري له سیمې استخراج شوي وو ...

Read More »

د هسپانیې او اوکراین ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک شو

اوکراین او هسپانیې یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې هسپانیه سږکال له اوکراین سره د یو میلیارد یورو په ارزښت پوځي مرستې کوي. د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي او د هسپانیا د صدراعظم پدرو سانچز ترمنځ په مادرید کې د لاسلیک شوي تړون له مخې هسپانیا ...

Read More »