په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) په هرات ولایت کې پر لمونځ کوونکو برید غندلی دی. یوناما نن (سه شنبه د ثور ۱۱مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه سازمان په هرات کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د تېرې شپې هغه برید غندي چې ...
Read More »Monthly Archives: اپریل 2024
هرات کې د وسلهوال برید له امله شپږ لمونځکوونکي وژل شوي
په هرات کې پر لمونځکوونکو د ناپېژانده وسلهوالو د برید له امله شپږ ملکیان وژل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع، په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې تېره شپه شاوخوا ۹:۰۰ بجې یو ناپېژانده وسلهوال د هرات د ګذره ولسوالۍ په ښارګوټي کې په یوه جماعت کې ...
Read More »د سالنګ لویه لاره د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه
د ا.ا د ټولګټو وزارت وايي چې د سالنګ لویه لاره نن (سه شنبه د ثور ۱۱مه) د مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوې ده. د ا.ا د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق شناس په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د سالنګ لاره نن ۷:۰۰ بجې د لویو ...
Read More »په هېواد کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو
د ا.ا د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې دغه وزارت د نړیوالو روغتیايي څانګو په همکارۍ نن (دوشنبه د ثور ۱۰مه) په هېواد کې د ۲۰۲۴ کال د پولیو ضد واکسین لومړنی پړاو پیل کړی دی. د ا.ا د عامې روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي ...
Read More »څه باندې څلور زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه ایستل شوي
د ا.ا د کډوالو چارو وزارت چارواکي وايي، له ایران او پاکستان څخه شاوخوا څلور زره افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي. د ا.ا د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې درې زره او ۹۴۳ افغان کډوال له ایران څخه ...
Read More »“په ټول هېواد کې ۲۳ میلیونه سیمکارټونه فعال دي”
د ا.ا د معلوماتي او ټکنالوژۍ وزارت وايي، چې اوسمهال د ټول هېواد په کچه له ۲۳ میلیونو زیات سیمکارتونه فعال دي. د ا.ا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند، عنایت الله الکوزي رسنیو ته ویلي چې د سیمکارټونو د بیا ثبتونې بهیر له پیله تر اوسه څه باندې ...
Read More »سبا په ټول هېواد کې د پوليو واکسين کمپاين پيلېږي
‘له پوليو څخه پاک افغانستان’ په نوم اداره وایي چې د پولیو واکسين کمپاين به سبا (دوشنبه د ثور لسمه) د هېواد په ټولو ولايتونو کې پيل شي. دې ادارې نن په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د دې کمپاین په ترڅ کې ماشومانو ته ویټامین «A» هم وېشل کېږي. ...
Read More »کابل کې د ۹۴۶ میلیونه افغانیو په لګښت د دریو سړکونو د جوړولو کار پیل شو
د ا.ا د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر وايي، د کابل ښاروالۍ د خیرخانې د کوتل سړک د دویمې برخې، تر قصبې پورې د چهاراهي شهید د لومړۍ برخې او تر ګمرک پورې د هوايي ډګر سړک د جوړولو چارې د ۹۴۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل کړې دي. ...
Read More »د مجاهدینو د بریا ۳۲ ام کال
نن (شنبه، د ثور اتمه) په افغانستان کې د مجاهدینو د بریا له ۳۲ ام دیرشم کال سره برابره ده.په دې ورځ مجاهدین د بېلابېلو ګوندونو په ملاتړ بریالي شول چې د ډاکټر نجیب الله په مشرۍ کمونیستي حکومت نسکور او قدرت په خپل لاس کې واخلي. مجاهدینو په ۱۳۷۱ ...
Read More »له ایران او پاکستان څخه نږدې څلور زره افغان کډوال ایستل شوي
د ا.ا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، له ایران او پاکستان څخه شاوخوا څلور زره افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي. د ا.ا د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دوه زره او ۵۲۲ افغان کډوال له ...
Read More »