د سویډن په نامه مرستندویه کمیټه وایي چې په افغانستان کې یې خپلو ټولو فعالیتونو ته د پای ټکی اېښی دی. د راپورونو له مخې، دا پرېکړه د ا.ا په غوښته او د سویډن کمیټې د کارکوونکو د امنیتي خوندیتوب لپاره شوې او تېره جمعه د حوت ۲۵مه یې په ...
Read More »Monthly Archives: مارچ 2024
د امنیت شورا غونډه؛ د یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره وغځول شو
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یو پریکړهلیک په صادرولو سره په افغانستان کې د دغه سازمان د مرستندوی پلاوی (یوناما) ماموریت د یو بل کال لپاره غځولی دی. د یوناما د ماموریت په اړه د امنیت شورا دا غونډه تېره شپه (جمعه د کب ۲۵مه) شوې ده. په دې ...
Read More »د غزې د خلکو لوږه د اسراییلو بهترینه وسله ده
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مسوول، جوزپ بورل پر اسراییلو نیوکه کړې چې د غزې د خلکو له لوږې د وسلې په توګه ګټه اخلي. نوموړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوې ناستې پرمهال د غزې له خلکو سره د مرستو دوام د جګړې د پایته رسېدلو ترڅنګ ...
Read More »راشد خان بېرته د هېواد د کرکټ لوبډلې ته راوګرځېد
د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې راشد خان ارمان بېرته د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې ته راګرځېدلی دی. د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې ستوري راشد خان څلور میاشتې وړاندې د ملا عملیات وکړ او د کرکټ له لوبو لرې شو. د افغانستان کرکټ بورډ تېره شپه ...
Read More »ملګرو ملتونو د غزې په جګړه کې د ماشومانو وژنه وحشیانه بللې
د فلسطیني بېځایه شویو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې رسونې ادارې رییس «فیلیپ لازاریني» په خپله اېکس پاڼه په غزه کې د وژل شویو ماشومانو شمېرې شریکې کړې او ویلي یې دي چې دومره شمېر ماشومانو په هغو جګړو کې نه دي وژل شوي چې په تېرو څلورو کلونو ...
Read More »ازبکستان: افغانستان باید د نړیوالې ټولنې برخه وي
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر، بختیار سعیدوف د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست، امیر خان متقي سره په کتنه کې ویلي هېواد یې تل په نړیوالو ناستو کې له افغانستان ملاتړ کړی او دا هېواد باید د نړیوالې ټولنې برخه وي. د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه ...
Read More »یمن د امریکا او برېتانیا په هوايي بریدونو کې د ۱۱ کسانو وژنه تایید کړه
د یمن د دولت ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د حوثیانو تر ولکې لاندې ښارونو باندې د امریکا او برېتانیا د هوایي بریدونو له امله ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي. د رویټرز د راپور له مخې، دا هوايي بریدونه پرون دوشنبې، د مارچ په ...
Read More »ملګري ملتونه له افغانستان سره د مرستې بهیر ارزوي
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت چارسمبالې «کرن دکر» وایي چې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې سازمانونو او مرستندویه هېوادونو سره یوځای له افغانستان سره د مرستې بهیر ارزوي. د امریکا د سفارت چارسمبالې په دې اړه څرګندونې په خپله اېکس پاڼه کړې، خو دا یې نه دي ...
Read More »بایډن: نتنیاهو اسراییلو ته د مرستې پرځای تاوان اړوي
د امریکا ولسمشر، جو بایډن پرون یکشنبه په یوه مرکه کې ویلي د اسراییلو له لوري د غزې تړانګې سویل ته پر رفح ښار د برید خبرداری د اسراییلو د لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو لپاره سره کرښه وي. د الجزیرې خبري شبکې د راپور پر اساس پر غزې د اسراییلو ...
Read More »د اسکار ۲۰۲۴ ګټونکي؛ اوپنهایمر فلم اووه لویې جایزې ګټلې دي
د کریسټوفر نولان جوړ کړي فلم «اوپنهایمر» د اسکار اکاډمۍ د جایزو شپږ نویمې دورې د غوره فلم، لارښونې، فلمي اتل، تدوین، موسیقۍ او فلم اخیستنې اووه جایزې ګټلې دي. د اسکار ۲۰۲۴ د جایزو د ورکړې دا مراسم تېره یکشنبې د کب په شلمه د لاس انجلس دالبي ښار ...
Read More »