د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي، د افغانستان ګاونډیان د دې هېواد په سولې او ثبات کې مهمه ونډه لري. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن په دې هېواد کې د سولې و ثبات د ټینګښت په برخه کې د ګاونډیو او سیمې ...
Read More »Monthly Archives: جنوري 2023
په کونړ کې د یوه کور د چت پرېوتو پېښه کې ۳ کسان مړه شوي
د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې تر سخت اورښت وروسته د یوه کور د چت د پرېوتو په پېښه کې ۳ وړې نجونې مړې شوې دي. په کونړ کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، دغه چت سهار وختي درې بجې پرېوتی، چې په نتیجه کې یې ...
Read More »د ایران د دفاع وزارت پر تاسیساتو هوايي بریدونه شوي دي
د ایران په بېلا بېلو سیمو کې د دفاع وزارت پر تاسیساتو د بې پیلوټه الوتکو لخوا هوايي بريدونه شوي دي. د ایران دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا بریدونه تېره شپه په شاوخوا ۱۲ بجو شوي دي. سرچینې زیاته کړې چې په اصفهان کې د دفاع ...
Read More »خلیلزاد: د ښځو د لوړو زدهکړو ځنډولو اراده لنډمهالې نهده
د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي د ۱۴۰۲ کال د کانکور په ازموینه کې د نجونو د ګډون د منع کېدو په غبرګون کې ویلي، دا پرېکړه څرګندوي چې د ښځو د لوړو زدهکړو ځنډولو اراده لنډمهالې نهده. نوموړي پر ټویټر لیکلي، دا پرېکړه دا هم په ...
Read More »هېواد کې د اورښتونو له امله د ځینو ولایتونو لارې بندې شوي
ټولګټو چارو وزارت وايي، د تېرې ورځې راپدېخوا د درنو واورو ورېدو له امله د یو شمېر ولایتونو لارې د ترافیکو د تګ راتګ پر مخ بند شوې دي. د ټولګټو وزارت ویاند حمیدالله مصباح ویلي چې یادې مواصلاتي لارې په بامیان، سرپل، بلخ او فراه ولایتونو کې د واورې ...
Read More »د لومړي ځل لپاره له نبي پرته ملي لوبډله اعلان شوه
د افغانستان کرکټ بورډ د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د درې شل اوریزو لوبو لپاره ملي لوبډله اعلان کړه. د کرکټ ملي لوبډله به د راتلونکې فبروري میاشت کې د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو په موخه متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي او د یاد هېواد پر وړاندې ...
Read More »پاکستان تحريک انصاف له ملي اسمبلۍ ورکړې استعفاوې بېرته واخیستې
پاکستان تحریک انصاف په ملي اسمبلۍ کې د خپلو ۴۴ غړو استعفاګانو د بېرته اخيستلو پرېکړه کړې ده. د ګوند يو مخکښ اسد عمر د جنورۍ پر ۲۳مه نېټه پر ټويټر ليکلي چې د تحریک انصاف مشر عمران خان په حکم د ۴۴ غړيو استعفاوې ځکه بېرته اخلي چې د ...
Read More »په انلاین ډول د مدني – سیاسي خوځښتونو ګرم بازار؛ د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت په نوم نوی ايتلاف اعلان شو
پرون یکشبنه د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت په نوم نوی اتلاف اعلان شو، چې پنځه سیاسي حرکتونه پهکې شامل دي. د دې ايتلاف یوه مرستیال، شاه محمود میاخېل چې په تېر جمهوري نظام کې یې د دفاع وزارت د معین په توګه دنده ترسره کړې، وايي، چې ياد ...
Read More »اروپايي ټولنه نن د افغانستان پر روان وضعیت بحث کوي
اکل شوې چې اروپایي ټولنه نن په یوه غونډه کې د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وکړي. د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د دفتر ویاندې نبیلا میزرالي ویلي چې، د افغانستان موضوع د نننۍ غونډې د اجندا یوه مهمه موضوع ده. مېرمن میزرالي په دې اړه نور جزیات نه ...
Read More »امریکا کې د یوه وسله وال برید له امله لس تنه وژل شوي دي
د امریکا د کالیفورنیا په ایالت کې پولیس وايي چې د لاس انجلس د ښار په ۱۳ کیلو میترۍ کې په یوې سیمې کې د نوي کال د نمانځونکو په مراسمو ډزې شوي چې لس تنه پکې وژل شوي دي. پولیسو ویلي چې پېښه په هغې سیمې کې شوې چې ...
Read More »