Home » 2022 (page 9)

Yearly Archives: 2022

منظور پښتين: د قومي لښکر جوړېدو په صورت کې دې پوځ له قبايلو ووځي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين په مشرۍ نن يک‌شنبه د (لړم په ۱۵مه) د خيبر ايجنسۍ په مرکز باړې کې د امن ولسي پاڅون ترسره شو. پښتين دې پاڅون ته په وينا کې د پاکستان پر پوځ له دې کبله بيا توندې نيوکې وکړې، چې ګواکې له ...

Read More »

ملګري ملتونه: افغانان د اقلیم ویجاړونکو اټکلونو پر څنډه ولاړ دي

ملګري ملتونو په افغانستان کې د بدلیدونکي اقلیم د ویجاړونکو اغیزو مخنیوي لپاره د بیړنيو ډله ییزو ګامونو د پورته کولو غوښتنه کړې او زياته کړې يې ده، چې دغه هېواد د اقلیمي اغیزو پر وړاندې خورا لږ چمتووالی لري. د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا يوناما نن يک‌شنبه د ...

Read More »

اعظم سواتی؛ د ده او ميرمنې پټې وېډيو خپرېدو له امله ځان وژنې ته تيار شوی

پاکستاني سناتور اعظم سواتي، چې د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند مهم غړی او د پاکستان په مخکيني حکومت کې مرکزي وزير هم و وايي، چې د پاکستان پوځ او استخباراتو له ده او ميرمنې يې پټه وېډيو کړې ده. د رسنيو د راپور له مخې، دا ...

Read More »

کانکور کې د نجونو برياليتوب د فرهنګي ستونزو ادعا بي اساسه وښوده

د ازموينو ملي ادارې پرون شنبه د (لړم په ۱۴مه) د روان ۱۴۰۱ لمريز کال د کانکور ازموينې پايلې اعلان کړې. د پايلو له مخې د سږني کانکور له لارې ۸۶ زر له ښوونځيو تازه فارغو شوو زده‌کوونکو دولتي پوهنتونو ته لار موندلې، چې له ډلې له ۳۳ ډېرې نجونې ...

Read More »

ستانکزی: د ښوونځيو په تړلو سره بايد ناپوهي پر خلکو تحميل نه شي

د ملي امنيت پخوانی رئيس او د مخکيني جمهوري نظام د مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی وايي، افغانان له څو لسيزو راهيسې د پرديو دسيسو قربانيان دي. نوموړي نن يک‌شنبه د (لړم په ۱۵مه) خپل ټوېټر کې په دې اړه ليکلي، له اوسنيو ستونزو د وتلو لپاره اړتيا ده ...

Read More »

مجاهد: له امريکا سره په ټيټه کچه د خبرو تسلسل روان دی، نه د لوړې کچې مذاکرات

د سرپرست حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد چې تازه د ترکيې له سفر څخه هېواد ته را ستون شوی وايي، په دوحې کې له امريکا سره د لوړې کچې نوي مذاکرات نه دي پيل شوي. نوموړي چې نن شنبه د (لړم په ۱۴مه) خبري کنفرانس ته د خپل سفر د لاسته ...

Read More »

د پاکستان پوځ: عمران خان د پوځ بدنامولو هڅه کړې او پر وړاندې دې يې اقدام وشي

د پاکستان پوځ په يوه بيان کې د دې هېواد د مخکيني لومړي وزير عمران خان ورستۍ ادعاوې، چې نوموړي له ټپي کېدو وروسته کړي رد کړې. عمران خان پرون جمعه د پاکستان د پوځ له لوی درستز جنرال قمر جاوېد باجوه سره خبرې کړي او ورته ويلي يې دي، ...

Read More »

کانکور؛ ۸۸۶۰۳ تنه دولتي پوهنتونونو ته بريالي شوي

د ازموينو ملي ادارې نن شنبه د (لړم په ۱۴مه) د روان ۱۴۰۱ لمريز کال د کانکور ازموينې پايلې اعلان کړې. د پايلو له مخې د هرات اوسېدونکی سليمان د ۳۵۵.۴۲۰۴ لوړو نمرو په ترلاسه کولو سره د کانکونو عمومي اول نمره، د کابل اوسيدونکی محمد شبير د ۳۵۵.۳۲۸ نمرو ...

Read More »

ملګرو ملتونو افغانستان کې د نيول شوو ښځينه فعالانو د خلاصون غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر وولکر تورک د افغانستان له سرپرست حکومت غوښتنه کړې، چې په کابل کې د ښځو حقونو نيول شوې فعالانې بېرته خوشې کړي. وولکر په خپل ټوېټر کې د نيول شوو ښځينه فعلانو نومونه نه دي ياد کړي، خو په کابل کې د ...

Read More »

کابلوف: امريکا او برېتانيا پر منځنۍ اسيا د فشار راوړلو لپاره داعش تقويه کوي

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف په يوه مقاله کې چې د نيزاويسيما ورځپاڼې له لوري خپره شوې، په افغانستان کې د داعش ډلې د پياوړتيا له جريان خبر ورکړی. نوموړي په ياده مقاله کې ليکلي، چې امريکا او برېتانيا عملا په افغانستان د خپل ملاتړ له ...

Read More »