وروسته له هغې چې د پاکستان ولسمشر عارف علوي د سياسي جنجالونو په ترڅ کې پارلمان منحل کړ، تېره پنجشنبه د دې هېواد سترې محکمې دا پرېکړه نا قانونه وبلله او د پارلمان له بيا فعالولو سره يې حکم وکړ چې د لومړي وزير عمران خان پر ضد د بېباورۍ ...
Read More »Yearly Archives: 2022
برادر؛ چارواکو ته له قطر سره د کابل هوايي ډګر قرارداد په اړه لارښوونه کړې
د رئيسالوزرا لومړي مرستيا او د اقتصادي چارو کمېسيون رئيس ملا عبدالغني برادر بهرنيو چارو وزارت ته لارښوونه کړې چې له قطري مسوولانو سره د کابل هوايي ډګر د مديريتي چارو سمبالولو قرارداد د عقد وخت مالوم کړي. ځينو رسنيو د برادر په حواله راپورونه خپاره کړي او ويلي يې ...
Read More »اذربايجان او ارمنيا د سرحدي ستونزو د حل لپاره مذاکرات پيلوي
د اذربايجان ولسمشر الهام علييوف او د ارمنيا لومړي وزير نېکول پاشينيان خپلو بهرنيو چارو وزيرانو ته لارښوونه کړې، چې د سولې خبرو لپاره چمتووالی پيل کړي. دواړه مشران وروسته له هغې دغه لارښوونه کوي، چې پرون چهارشنبه د (وري په ۱۷مه) يې په بروکسېل کې د اروپايي ټولنې په ...
Read More »هند: له روسيې سره به سوداګريزه راکړه ورکړه په خپل حال وي
په داسې حال کې چې په ملګرو ملتونو کې د هند دايمي استازي د نوموړي سازمان د امنيت شورا وروستۍ ناستې پرمهال، د اوکراين په بوچا ښار کې د روسي ځواکونو له لوري د ملکي وګړو وژنه وغندله، اوس دې هېواد اعلان کړی چې له روسيې سره به سوداګري ثابته ...
Read More »کورنيو چارو وزارت: ننګرهار کې د تلاشۍ پرمهال وسلې او مهمات نيول شوي
کورنيو چار وزارت خبر ورکړی چې د ننګرهار په بېلابېلو سيمو کې د کور په کور تلاشۍ له درکه، زياته اندازه وسلې او مهمات د امنيتي ځواکونو لاس ته پرېوتي دي. دې وزارت نن پنجشنبه د (وري په ۱۸مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، چې د يادو پلټونو په ترڅ کې ...
Read More »عبدالله: ځينې کړۍ د ايران او افغانستان ترمنځ د اړيکو خرابول غواړي
د مخکيني حکومت د ملي پخلاينې عالي شورا مخکيني رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د امام رضا په حرم کې د مدرسې پر زدهکوونکو د چاقو بريد غندلی او پر روحانيونو يې ورته بريدونه ناجايز عمل بللی. نوموړي پرون چهارشنبه ناوخته د (وري په ۱۷مه) په خپله فېسبوک پاڼه کې اشاره ...
Read More »پنټاګون: اوکراين له روسيې جګړه ګټلی شي
د امريکا دفاع وزارت چارواکو ډاډ څرګند کړی چې په اوکراين کې د روسيې پر وړاندې روان مقاومت ته په پام سره، اوکراين له روسيې څخه اوسنۍ جګړه ګټلی شي. روېټرز خبري اژانس د پنټاګون وياند جان کربي په حواله ويلي، په اوکراين کې د روسيې خلاف مقاومت پايلو ته ...
Read More »ملګري ملتونه: نجونو پرمخ د ښوونځيو بندول توپيري چلند دی
د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي يا يوناما په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو مخ د ښوونځيو بندولو دوام، د ټولو اصولو خلاف تبعيض بللی دی. په کابل کې د يوناما مرستيالې مته نوډسن پرون چهارشنبه ناوخته د (وري په ۱۶مه) د اروپا نړيوالو چارو انسټېټيوټ غونډې ته ...
Read More »ازبکستان؛ په افغانستان کې د سيمهييز پيوستون په موخه پروژې پلي کوي
د افغانستان بهرنيو چارو وزارت چارواکو خبر ورکړی چې ازبکستان په افغانستان کې د داسې بنسټيزو پروژو پلي کولو ته لېوالتيا ښودلې، چې له مخې يې سوېلي اسيا له مرکزي اسيا سره وصلېږي. د بهرنيو چارو وزارت د اقصادي چارو رئيس شفيع اعظم په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، ...
Read More »ملګري ملتونه: ښځې او ماشومان د افغانستان بشري ناورين عمده قربانيان دي
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنري يا UNHCR وايي، لا هم په افغانستان کې د بشري ناورين کچه پر خپل ځای ده او د ملاتړ کوونکو هېوادونو او بنسټونو له لوري جدي مرستو ته اړتيا ده. دې کميشنرۍ نن چهارشنبه د (وري په ۱۷مه) په ټوېټر کې لېکلي، چې ...
Read More »