ملګرو ملتونو پرون چهارشنبه د (غويي په ۲۱مه) د يوې اعلاميې په خپرولو سره د فلسطين په لوېديځه غاړه کې د الجزېرې خبريالې شيرين ابو عاقلي وژل کېدل خواشينوونکي بللي او په دې اړه يې د څېړنو غوښتنه کړې. ملګرو ملتونو د جګړې په سيمه کې د خبريالانو او د ...
Read More »Yearly Archives: 2022
د ملګرو ملتونو امنيت شورا نن د افغانستان په اړه ناسته کوي
ټاکل شوې نن پنجشنبه د (غويي په ۲۲مه) د ملګرو ملتونو امنيت شورا غړي هېوادونه د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته وکړي او په دې ناسته کې به د افغانستان اړوند پر بېلابېلو مسئلو بحث وشي. په ملګرو ملتون کې د افغانستان استازولۍ د مالوماتو له مخې، د يادې ناستې ...
Read More »امريکا او تاجکستان د افغانستان مخکيني پوځ د چورلکو په اړه پرېکړه کوي
امريکايي او تاجکستاني چارواکي د افغانستان مخکيني هوايي ځواک د هغو چورلکو د برخليک پر سر خبرې کوي، چې د تېر نظام پرځېدو پرمهال تاجکستان ته بېول شوې دي. په دوشنبې کې د امريکا سفير جان مارک پوميرشيم پرون چهارشنبه د (غويي په ۲۱مه) يوې غونډې ته ويلي، چې دامهال ...
Read More »نيکلاسون د امربالمعروف وزارت له مسوولانو د حجا پر وروستۍ پرېکړه غږېدلی
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکلاسون نن چهارشنبه د (غويي په ۲۱مه) د امربالمعروف او نهي عنالمنکر له سرپرست وزير خالد حنفي سره لېدلي او د حجاب جبري کولو په اړه يې د اسلامي امارت وروستۍ پرېکړې په اړه بحث کړی دی. د دې لېدنې پرمهال ...
Read More »د سند محکمې په يوه قيضه کې د علي وزير ضمانت قبول کړ
د سند محکمې نن چهارشنبه د (غويي په ۲۱مه) په يوه قيضه کې چې له مخې يې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير زنداني دی، ضمانت منظور کړ. د علي وزیر مدافع وکيل قادرخان اېډوکېټ رسنيو ته ويلي، چې دا قضيه په ۲۰۱۸ کال کې د علي وزير په ...
Read More »د اسرائيلي ځواکونو په ډزو کې د الجزيرې خبرياله وژل شوې
الجزيرې ټلوېزيون ادعا کړې، چې د فلسطين په ويسټ بانک سيمه کې يې خبرياله د اسرائيلي ځواکونو له لوري په ډزو کې په نښه او وژل شوې ده. دې ټلوېزيون د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې شرين ابو اکلي په ويسټ بانک سيمه کې د اسرائيلي ځواکونو د ...
Read More »پاکستانۍ کلداره د ډالر پر وړاندې تر ټولو ټيټ حد ته رسېدلې
د پاکستان مرکزي بانک خبر ورکړی، چې په ورځنۍ توګه پاکستانۍ کلداره د ډالر پر وړاندې د ۰.۶ سلنې په اندازه خپل ارزښت له لاسه ورکوي. دې بانک په يوه تازه بيان کې ويلي، چې نن چهارشنبه د (غويي په ۲۱مه) د پاکستان د اسعارو د تبادلې په بازار کې ...
Read More »د ملګرو ملتونو امنيت شورا سبا د افغانستان په اړه ناسته کوي
ټاکل شوې چې سبا پنجشنبه د (غويي په ۲۲مه) د ملګرو ملتونو امنيت شورا غړي هېوادونه د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته وکړي. دغه خبر په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق هم تائيد کړی او ويلي يې دي، چې دا غونډه د طالبانو له ...
Read More »خالد حنفي: نړيوال په افغانستان کې د حجاب په اړه د پرېکړې کولو حق نه لري
د امربالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت سرپرست خالد حنفي د حجاب په تړاو د وروستيو نړيوالو غبرګونونو په اړه وايي، اسلامي امارت د شرعي قانون د پلي کولو په موخه کلونو مبارزه کړې او په خبره يې اوس د دې وخت را رسېدلی چې شرعي قانون په بشپړه توګه عملي ...
Read More »منظور پښتين: د جګړې نوې څپې خلاف ولس ته د پوهاوي ورکولو لويه غونډه کوو
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين اعلان کړی چې د راتلونکې جون مياشتې په ۵مه د سوېلي وزيرستان په مرکز واڼه کې د پښتون تر عنوان لاندې لويه ولسي غونډه دايېروي. نوموړي پرون سېشنبه ناوخته د (غويي په ۲۰مه) يوه وېډيويي پيغام کې ويلي، دغه غونډه کې به ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس