Home » 2022 (page 59)

Yearly Archives: 2022

افغانستان له زيمبابوې د کرکټ دوه سريزونه وګټل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پرون سې‌شنبه د (غبرګولي په ۲۴مه) د زيمبابوې لوبډلې ته د شل اووريزو سياليو د لوب‌لړۍ په وروستۍ لوبه کې هم د ۳۵ منډو په توپير ماتې ورکړه. له دې سره افغان لوبډلې د زيمبابوې له لوبډلې څخه د يو ورځنيو لوب‌لړۍ ترڅنګ د شل ...

Read More »

امريکا: د الوتکې پرواز چې د تخليې پرمهال ۲ افغانان ترې ولوېدل، مناست عمل کړی

امريکايي چارواکو د هغې پېښې مسووليت رد کړی، چې د افغانستان جمهوري نظام له سقوط وروسته د کابل له هوايي ډګر والوته او دوه تنه ترې را پرېوتل. اسوشيېټيډ پرېس اژانس د امريکا هوايي ځواک د وياند ان سټيفانو له قوله ويلي، چې هغه مهال د امريکا يوې C17 ډوله ...

Read More »

وسله‌والو په بورکينافاسو کې ۵۰ تنه ملکيان وژلي

د بورکينافاسو شمالي سينو ايالت په سيتينګا کلي کې وسله‌والو پر ملکي وګړو بريد کړی او د بريد په ترڅ کې يې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د حکومت وياند ليونيل بيلګو ويلي، پېښه د يک‌شنبې په ورځ سهار وختي شوې ده او په سيمه کې د پوځ ...

Read More »

نن د افغانستان وتلي سندرغاړي احمد ظاهر ۴۳ تلين دی

نن سې‌شنبه د غبرګولي ۲۳مه د افغانستان د موسيقۍ وتلي ستوري احمد ظاهر د مړينې له۴۳ تلين سره برابره ده. که څه هم د احمد ظاهر د مړينې ۴۳ کاله پوره کېږي؛ خو د نوموړي بې‌سارې سندرو د افغانستان په موسيقۍ کې د احمد ظاهر ځای او نوم ثابت ساتلی ...

Read More »

ترکمنستان له لوري د اقينې او اندخوی د اوسپنې پټلۍ بشپړولو کارونه پيلېږي

د ترکمنستان د اوسپنۍ پټلۍ ادارې خبر ورکړی چې په نږدې راتلونکي به په افغانستان کې د اقينې او اندخوی ترمنځ د اوسپنې پټلۍ نيمګړي پاتې کارونو د بشپړولو چارې پيل کړي. د ترکمنستان دې ادارې پرون دوشنبه د (غبرګولي په ۲۳مه) اعلان کړی چې د نوموړي هېواد انجنيران په ...

Read More »

خالد پاينده: په امريکا کې يې کور او شتمني له حکومتي ماموريت وړاندې اخيستې

امريکايۍ وال‌سټريټ ژونال ورځپاڼې پرون په يوه څېړنيز راپور کې ادعا کړې چې يو شمېر پخوانيو افغان چارواکو په امريکا، عربي امارتو، ترکيې او نورو هېوادونو کې د مليونونه ډالرو په ارزښت کورنه پيرلي دي. د بلخ پخوانی والي عطاءمحمد نور، ولسمشر ماڼۍ پخوانی مرستيال عبدالرشيد دوستم، د ملي امنيت ...

Read More »

د افغانستان او زيمبابوې کرکټ ملي لوبډلې نن درېيمه شل اووريزه لوبه کوي

ټاکل شوې چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د شل اووريزو سياليو د روانې لوب‌لړۍ وروستۍ لوبه هم د زيمبابوې له لوبډلې سره ترسره کړي. افغان لوبډلې له دې وړاندې د زيمبابوې له لوبډلې سره درې يو ورځنۍ او دوې شل اووريزې لوبې ګټلي دي او د افغان لوبډلې له ...

Read More »

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ښځو حقونو خونديتوب يوه اړتيا ده

ملګرو ملتونو بيا ځلي په افغانستان کې د نجونو او ميرمنو د حقونو پر خونديتوب ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې د افغان ميرمنو د حقونو خونديتوب يوه اړتيا ده. دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کميشنرۍ مرستيالې کيلي کليمنټس پرون دوشنبه د (غبرګولي په ۲۳مه) د ...

Read More »

کرزی: په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامين لپاره مذاکراتو ته اړتيا ده

پخواني ولسمشر حامد کرزي يو وار بيا په افغانستان کې د سولې او ثبات پر تامين ټيینګار کړی او زياته کړې يې ده، چې په دې برخه کې د هڅو زياتوالی مهم او حياتي دی. نوموړي دا څرګندونې نن دوشنبه د (غبرګولي په ۲۳مه) په کابل کې د ترکیې له ...

Read More »

هلمند کې يوه کس له خپلې ميرمنې او ۳ مياشتني ماشوم سر پرې کړی

د هلمند ځايي چارواکو خبر ورکړی چې په دې ولايت کې يوه کس خپله ميرمن او دغه راز خپل ۳ مياشتنی زوی وژلي دي. چارواکو ويلي چې دا پېښه نن دوشنبه د (غبرګولي په ۲۳مه) د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې رامنځته ته شوې ده. د ګرمسېر ولسوال مولوي ثاني ...

Read More »