Home » 2022 (page 57)

Yearly Archives: 2022

ډيبورا لاينز: که افغانستان کې پر لنډمهالي حکومت هوکړه شوې وی، لاسته راوړنې به خوندي وې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډيبورا لاينز چې د ماموريت دوره يې پای ته رسېدلې وايي، چې د افغانستان جمهوري نظام له سقوط وړاندې پر يوه لنډمهالي حکومت هوکړې ته اړتيا وه. نوموړې له افغانانو سره د خدای په موخه يوه خپره کړې وينا کې ...

Read More »

روېټرز: داعش پيغمبر ص ته د سپکاوي له امله په کابل کې پر سيکانو د بريد مسووليت منلی

روېټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې د اسلامي دولت ډلې يا داعش په کابل کې د سيکانو پر عبادتځي د پروني وسله‌وال بريد مسووليت منلی دی. روېټرز نن يک‌شنبه د (غبرګولي په ۲۹مه) په دې اړه خپاره کړې راپور کې ويلي، چې داعش ډلې په خپل ټلکرام کې د ياد ...

Read More »

مجاهد: که له ټي‌ټي‌پي سره مذاکرات ناکام شي، نو افغان خاوره به د هيڅ لوري پر ضد نه کارېږي

 د سرپرست حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد د پاکستاني خبريالانو هغو پوښتنو ته ځوابونه ويلي، چې په يوه برېښناليک کې د پاکستان حکومت او تحريک ط.ا.لبان پاکستان ترمنځ د مذاکراتو بهير په اړه پوښتل شوي دي. دې پوښتنو ته د ځوابو په ترڅ کې ذبيح‌الله مجاهد تائيد کړې، چې افغان طالبانو ...

Read More »

امريکا او پاکستان د افغانستان بشري وضعيت مهارولو لپاره خپلمنځي همکاري زياتوي

د امريکا بهرنيو چارو وزارت مرستيالې عذره ضيا خبر ورکړی، چې امريکا په پام کې لري څو له پاکستان سره د نږدې کار او همکاريو زياتولو له لارې د افغانستان موجوده بشري وضعيت مهار کړي. نوموړې په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، چې په واشنګټن کې د پاکستان له ...

Read More »

د پښتو ژبې وتلی لېکوال او څېړنکی سيال کاکړ وفات شو

د پښتو ژبې وتلي لېکوال، څېړونکي او شاعر پروفېسور ولي محمدخان (سيال کاکړ) نن شنبه د (غبرګولي په ۲۸مه) له اوږدې ناروغۍ وروسته پور پرې کړ. کاکړ لومړنۍ زده‌کړې د بلوچستان په پښين کې چې د نوموړي پلارنی ټاټوبی دی کړې وې او لوړې زده‌کړې يې بيا په کووټې او ...

Read More »

کورنيو چارو وزارت: د کابل په يوه درمسال کې لا هم له وسله‌والو سره جګړه دوام لري

د کورنيو چارو وزارت مسوولان وايي، نن شنبه سهار وختي د (غبرګولي په ۲۸مه) څو تنه وسله‌وال بريدګر چې تر اوسه يې هویت نه دی مالوم، د کابل کارته پروان سيمه کې د هندوانو پر یوه درمسال ور ننوتي. د چاروکو په خبره، بريدګرو له دننه کېدو وړاندې د درمسال ...

Read More »

ريچارډ بنت: په افغانستان کې د نجونو او ميرمنو حقونه په ناسم وضعيت کې دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بنت په افغانستان کې د ميرمنو او نجونو پر اوسني وضعيت اندېښنه ښودلې او زياته کړې يې ده چې ياد وضعيت په دې هېواد کې د بشري حقونو پر ټولو برخو سيوری غوړولی. نوموړي نن شنبه د (غبرګولي په ۲۸مه) ...

Read More »

ملګرو ملتونو په افغانستان کې خپلې سياسي استازولۍ ته مرستيال ټاکلی

ملګرو ملتونو خبر ورکړی چې د دې سازمان عمومي منشي انتونيو ګوټريش افغانستان ته مارکس پوټزل د خپل ځانګړي استازي د مرستيال په توګه ټاکلی دی. مارکس پوټزل له ۲۰۱۷ تر ۲۰۲۱ زېږديز کال پورې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی و او له دې وړاندې يې ...

Read More »

منظور پښتين: له کرښې د تېرېدو پرمهال دې د خلکو سپکاوی او ځورول بند شي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين وايي، چې له ډيورنډ کرښې د تېرېدو پرمهال د مسافرو ځورول او د هغوی د سپکاوي پېښې زياتې شوي دي. نوموړي په سپين بودلک کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د افغان مسافرو د سپکاوي وروستۍ پېښې ته په اشارې سره ويلي، ...

Read More »

پاکستان حکومت: د علي وزير په خلاصون کې پرمختګ شوی، ښايي خوشی شي

پاکستاني چارواکو ويلي، چې له زندان څخه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او د دې هېواد په پارلمان کې د سوېلي وزيرستان د خلکو استازي علي وزير په ازادېدو کې پرمختګ شوی دی. د پاکستان کورنيو چارو وزير رانا ثناءالله له جيونيوز ټلوېزيون سره په خبرو کې ويلي، چې ...

Read More »