د پښتون ژغورنې غورځنګ خبر ورکړی، چې په بلوچستان کې يې د يوې ناوې او زوم په شمول د پاکستاني پوليسو له لوري نيول شوي لسګونه افغانان بېرته خوشي کړي دي. د دې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين بېګاه شپه د (زمري په ۸مه) خپله فېسبوک پاڼه کې په دې ...
Read More »Yearly Archives: 2022
بلېنکن؛ لاوروف ته د دوو امريکايي زندانيانو د خلاصون وړانديز کړی
د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن پرون جمعه د (زمري په ۷مه) په واشنګټن کې خبري کنفرانس ته ويلي، چې د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف ته يې په روسيې کې د دوو امريکايي زندانيانو د خلاصون وړانديز کړی دی. نوموړي زياته کړې، چې له خپل روسي سيال ...
Read More »که له ماليې څخه د شاکيرا تېښته ثابته شي، پر ۸ کلونو بند محکومېدای شي
د کولمبيا پر مشهورې سندرغاړې شاکيرا چې دا مهال په هسپانيې کې اوسي، تور دی چې د خپلې شتمنۍ او ترلاسه کړو پيسو د ماليې تصفيه يې نه ده کړې. شاکيرا ويلي، چې تر ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو پورې تر لاسه کړې پيسې يې د نړيوالو سفرونو، کانسرتونو او دغه ...
Read More »په نړيواله کچه ۴سوه ميليونه کسان اړينو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري
د روغتيا نړيوالو سازمان يا WHO د خپلو تازه موندنو له مخې خبر ورکړی، چې لا هم په نړيواله کچه سلګونه ميليونه کسان اړينو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري. دې سازمان نن شنبه د (زمري په ۸مه) ويلي، چې اوس هم په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۴ ميليونه کسان ...
Read More »افغانستان کې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان د ريل پټلۍ پروژې سروې پيلېږي
د افغانستان بهرنيو چارو وزارت وياند حفيظ احمد ضياء خبر ورکړی، چې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست اميرخان متقي ازبکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد ولسمشرۍ د چارو ادارې له رئيس سردار عمرزاکوف سره ليدلي. د نوموړي په خبره، دواړو لوریو د افغانستان او ازبکستان ...
Read More »د کرکټ په لوبغالي کې چاودنې ته د نړيوالو غبرګونونه
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوټريش د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې پرونۍ چاودنه غندلې او دا يې د بشري اصولو خلاف عمل بللی دی. نوموړي نن شنبه د (زمري په ۸مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې پر ملکي وګړو دغه ډول بريدونه د نړيوالو بشري قوانينو ...
Read More »بريتانيا له افغانستان څخه د تخليې په علمياتو کې خپلې تېروتنې تائيد کړې
د بريتانيا بهرنيو چارو وزارت تائيد کړې، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط سره له دې هېواد څخه د بريتانوي پوځيانو د وتلو پرمهال، د خلکو د تخليې په عملياتو کې ډېرې تېروتنې شوي. ګارډين ورځپاڼې په دې اړه خپل راپور کې ويلي، دې وزارت د تخليې ...
Read More »حنفي: حکومت د ښځو او نجونو؛ د کار او زدهکړو مخالف نه دی
په داسې حال کې چې له ۳۴۰ ډېر ورځې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو له تړل کېدو تېرېږي، خو د رئيسالوزرا دويم مرستيال عبدالسلام حنفي تازه ويلي چې حکومت د نجونو د زدهکړو او د ښځو له لوري د کار له کولو سره مخالفت نه ...
Read More »د سعودي او فرانسې مشران نن د انرژۍ رامنځته شوې تشې پر ډکولو غږېږي
د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان نن پنجشنبه د (زمري په ۶مه) اروپايي هېوادونو ته د سفر په لړ کې له يونان څخه فرانسې ته رسېدلی دی. د راپورونو له مخې، محمد بن سلمان او د فرانسې ولسمشر ايمانوېل مکرون به د انرژۍ د هغې تشې پر ډکولو خبرې ...
Read More »شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو خلاف پرلت کوونکي لويې لارې بندوي
په شمالي وزيرستان کې د سلګونه ځايي اوسېدونکو له لوري په دې سيمه کې د هدفي وژنو خلاف پرلت روان دی، خو تر اوسه يې ځايي مسوولانو غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی. په دې پرلت کې قومي مشرانو پرېکړه کړې، چې سر له نن پنجشنبې د (زمري په ۶مه) ...
Read More »