Home » 2022 (page 41)

Yearly Archives: 2022

چين د ملګرو ملتونو د امنيت شورا رياست په غاړه واخيست

ملګرو ملتونو خبر ورکړی، چې د دې سازمان د امنيت شورا مشري چين ته ورکړل شوې او د يوې مياشتې لپاره به د يادې شورا رياست په غاړه ولري. ملګرو ملتونو نن دوشنبه د (زمري په ۱۰مه) په خپل ټوېټر کې ويلي، چې چين به د امنيت شورا د مشرۍ ...

Read More »

انګليستان د فوټبال ښځينه‌وو اروپايي جام اتلولي وګټله

د فوټبال ښځينه‌وو اروپايي جام د سياليو په لړ کې پرون يک‌شنبه ناوخته د (زمري په ۹مه) د انګليستان او جرمني د ښځينه‌وو فوټبال لوبډلې په پايلوبه کې سره مخ شوې. دغه لوبه چې د انګليستان په ويمبلي لوبغالي کې ترسره شوه، جرمنۍ لوبډلې پر اضافي وخت سربېره هم د ...

Read More »

نيمروز کې د افغان او ايراني ځواکونو تر منځ جګړه پرون له څو ساعتو ورورسته درېدلې

پرون يک‌شنبه د (زمري په ۹مه) مازدېګر مهال د نيمروز کنګ ولسوالۍ په درويشوک سيمه کې د افغانستان او ايران پوله ساتي ځواکونو له يو بل سره جګړه کړې ده. د نيمروز ځايي مسوولانو ويلي، ياده جګړه چې د څو ساعتونو لپاره يې دوام درلود شديده وه او په کې ...

Read More »

امريکا: که ط.البان د رسميت پېژنې تمه لري، نو د افغانانو غوښتنې او حقونه دې ومني

د افغانستان لپاره د امريکا شارژدافېر يان مک کري وايي، که ط.البان د نړيوالو له لوري د خپل حکومت د رسميت پېژندنې تمه لري، نو د عامو افغانانو غوښتنې دې واوري او بشري حقونو ته دې يې درناوی وکړي. نوموړي پرون يک‌شنبه ناوخته د (زمري په ۹مه) په يو لړ ...

Read More »

نبيل: امريکايي بې‌پيلوټه الوتکو د کابل په ځينو سيمو کې بمبار کړی

د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت‌الله نبيل د خپلو سرچينو په حواله ادعا کړې چې د امريکا بې‌پيلوټه الوتکې نن يک‌شنبه د (زمري په ۹مه) سهار مهال د کابل په هوا کې ګرځيدلي دي. نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، چې يادو الوتکو د کابل ښار په ځينو ...

Read More »

افراسياب خټک: پاکستان کې ديني عالمان د نجونو تعليم غواړي، خو په افغانستان کې نه

د پښتونخوا مطرح سياستوال افراسياب خټک وايي، چې د پاکستان پوځي مشرانو په شمول د دې هېواد ديني عالمان په خپل هېواد کې د نجونو د هر راز زده‌کړو او جمهوريت پلويان دي او په خبره يې برعکس په افغانستان بيا له دې کار سره مخالفت کوي. نوموړي نن يک‌شنبه ...

Read More »

عربي اماراتو کې د سيلابونو راوتو له امله ۷ تنه مړه شوي

د عربي امارتو چارواکو ويللي، د دې هېواد په ختيځ کې د سختو نا موسمي بارانونو له امله سيلابونه را وتلي، چې د مالي زيانونو ترڅنګ يې ځاني زيانونه هم اړولي دي. د دې هېواد د کورنيو چارو وزارت د مرکزي عملياتو مشر علي ال تونېجي ويلي، چې د يادو ...

Read More »

د کابل-کندهار پر لويه لار د ترافيکي پيښې له امله ۴تنه مړه شوي

د زابل ځايي چارواکي وايي، چې نن يک‌شنبه سهار مهال د (زمري په ۹مه) د کابل-کندهار پر لويه لار د رامنځته شوې ترافيکي پيښې په ترڅ کې ۴تنو ژوند بايللی دی. باختر خبري اژانس په دې اړه خپاره کړې راپور کې ويلي، چې دا پېښه د سراچه ډول موټر او ...

Read More »

“د پاکستان يو تازه پلاوی له ټي‌ټي‌پي سره د خبرو لپاره کابل ته رسېدلی”

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې پاکستان ته د دې هېواد د ديني عالمانو د پلاوي له ورستنېدو سره سم، له پاکستان څخه يو ۱۷ کسيز بل پلاوی د ټي‌ټي‌پي له مشرانو سره د مذاکراتو په موخه کابل ته رسېدلی دی.  ورځپاڼې په راپور کې ويلي، چې د دې ...

Read More »

د امريکا ولسمشر جوبايډن پر کرونا اخته شوی

د امريکا سپينې ماڼۍ خبر ورکړی چې د ولسمشر جوبايډن د کرونا ټيسټ پايله مثبته ختلې او په دې توګه نوموړی د کووېډ۱۹ پر ناروغۍ اخته شوی دی. جوبايډن د سپينې ماڼۍ له دې خبر سره سم ويلي، که څه هم نوموړی د کرونا علايم نه لري خو د نورو ...

Read More »