Home » 2022 (page 31)

Yearly Archives: 2022

سوماليې کې پر هوټل د وسله‌وال بريد له امله لږ تر لږه ۱۲تنه وژل شوي

وسله‌والو د سوماليې په پلازمېنه مګادېشو کې د حيات په نوم هغه مهم هوټل په نښه کړی، چې د دې هېواد د دولت مهم چارواکي ورځي. امنيتي سرچينو ورېټرز خبري اژانس ته ويلي، چې پر دې هوټل بريد نن شنبه د (زمري په ۲۹مه) سهار وختي شوی. دوی زياته کړې، ...

Read More »

سرچينه: کابل کې امريکايي فلم جوړوونکی او د هغه ژباړن نيول شوي

امريکا غږ په کابل کې د حکومتي سرچينې په حواله ويلي، چې د ايوار شييررا په نوم يو امريکا فلم جوړوونکی او د هغه افغان ژباړن فېض‌الله فېض د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي دي. امريکا غږ په دې اړه خپل راپور کې ويلي، چې دا کسان د تېرې ...

Read More »

روسيه: امريکا له افغانستان سره په سرحدي سيمو کې د پوځي اډې جوړولو هڅه کوي

روسي چارواکو خبر ورکړی، چې امريکا د وضعيت څارنې او دغه راز له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه په دې هڅه کې دی څو افغانستان ته نږدې پوځي اډه جوړه کړي. دغه څرګندونې د روسيې د ولسمشر ملي امنيت سلاکار نيکولای پاتريشوف په تاشکند کې د شانګهای همکاريو سازمان ...

Read More »

باجوړ کې عامو خلکو د ناامنۍ زياتېدو له امله اعتراض پيل کړی

د باجوړ اجنسۍ اوسيدونکو په داسې حال کې اعتراضيه پرلت پيل کړی، چې په دې وروستيو کې دغلته هم د نورو قبايلي سيمو په څېر ناامني زياته شوې ده. همدا تېره ورځ د (زمري په ۲۸مه) په باجوړ ايجنسۍ کې پر پوليسو چاودنه شوې او په ترڅ کې يې دوه ...

Read More »

حمدالله محب: طالبان له وضعيت ناخبر او د واک له بايللو ويرېږي

په تېر حکومت کې د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، په اسنيو شرايطو کې طالب مشران پر حکومتولۍ د نه پوهېدو ترڅنګ له وضعيت هم ناخبر دي. نوموړي پرون جمعه د (زمري په ۲۸مه) په کندهار کې د وروستۍ قومي لويې غونډې ترسره کېدو ته په اشارې سره ...

Read More »

ايران دغلته مېشت ټول‌ټال ۴ ميليونه افغانان د کډوالو په توګه ثبت کړي

د ايران د دولت وزير احمد وحيدي وايي، چې په افغانستان کې له سياسي بدلونو په وړاندې او وروسته موده کې يې ميليونونه هغه افغان کډوال راجسټر کړي، چې دې هېواد ته ورغلي او مېشت دي. نوموړي په تاشکند کې د شانګهای همکاريو سازمان غونډې ته د خبرو پرمهال ويلي، ...

Read More »

“د طالبانو د سفر معافيت مسئله د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې جنجالي شوې”

د الجزيرې ټلوېزيون خبريالې اماندا پرايس خبر ورکړی، چې دامهال د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د ط.الب چارواکو د سفر معافيت پر جنجالي موضوع بدله شوې ده. نوموړې پرون ناوخت د چهارشنبې په ورځ د (زمري په ۲۶مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې د ډيپلوماټانو په باور د ...

Read More »

امريکا: طالبان نور په هيڅ صورت د باور وړ نه دي

د امريکا بهرنيو چارو وزارت چارواکي وایي، چې ط.البانو تل خپلې ژمنې ماتې کړي او له همدې کبله دغه ډله نور د هېڅ ډول باور وړ نه ده. د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس خبريالانو ته ويلي، چې طالبانو په دوحې کې له هوکړې وروسته له امريکا او ...

Read More »

سټولټنبرګ: په ميراث د ولس‌واک افغانستان په پرېښودو کې ناکام يوو

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ د افغانستان په اړه له اوږدې چوپتيا وروسته، په دې هېواد کې پر خپلو تېروتنو اعتراف کړی دی. نوموړي بېګا چهارشنبه د شپې د (زمري په ۲۶مه) خبريالانو ته ويلي، چې د امريکا په شمول لوېديځ هېوادونه ونه توانېدل چې پر ځان بسيه او يو ...

Read More »

کابل کې پر جومات د چاودنې له امله د مرګ ژوبلې شمېر ۳۵ کسانو ته لوړ شوی

کابل يو وار بيا په جومات کې پر لمونځ کوونکو د چاودنې شاهد و. دغه چاودنه پرون چهارشنبه د (زمري په ۲۶مه) د کابل په خېرخانې سيمه کې د صديقيه پر جومات په داسې حال کې شوې، چې ګڼ شمېر کسان په جومات کې په لمانځه ولاړ وو. حکومتي چارواکو ...

Read More »