ټاکل شوې نن شنبه د (تلې په ۳۰مه) د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د روان شل اووريز نړيوال جام د سياليو په لړ کې خپله لومړنۍ لوبه د انګلېنډ لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي. له دې وړاندې افغان لوبډلې له بنګلدېش او پاکستان لوبډلو سره دوې دوستانه لوبې کړي، چې ...
Read More »Yearly Archives: 2022
امنيتي ځواکونو په کابل کې د داعش پر پټنځي عمليات کړي
چارواکو خبر ورکړی، چې امنيتي ځواکونو بېګاه شپه د (تلې په ۲۹مه) کابل کې د داعش ډلې پر يوه پټنځي ځانګړي عمليات ترسره کړي دي. د سرپرست حکومت وياند ذبيحالله مجاهد په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، چې دغه عمليات د ښار اتمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې ترسره ...
Read More »آیا په پنجشیر کې بشري جنایت رامنځته شوی؟
لیکوال: صدیق الله احمدزی ریچارد بنټ، د افغانستان لپاره د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی او د ملګرو ملتونو کې پخوانی دیپلومات افغانستان ته د خپل سفر په بهیر کې له پنجشیر ولایت څخه لیدنه وکړه. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا وروسته له دوه لسیزو د لومړي ځل ...
Read More »ملګري ملتونه: له زدهکړو محروميت؛ جينکۍ له تاوتريخوالي او بېوزلۍ سره مخ کوي
ملګرو ملتونو يو وار بيا په افغانستان کې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي د پورته ښوونځيو بندښت دوام په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، ټولې افغان نجونې بايد له خپل دې بشري حق برخمندې وي. دې سازمان تازه په خپل ټوېټر کې نن پنجشنبه د (تلې ...
Read More »ريچارډ بنيټ: په افغانستان کې بشري وضعيت د ژورې اندېښنې وړ دی
د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بنيټ افغانستان ته له خپل ۱۲ ورځني سفر وروسته بېرته له دې هېواد تللی دی. نوموړي نن پنجشنبه د (تلې په ۲۸مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې افغانستان ته د خپل دې مالوماتي سفر ...
Read More »وګړو صندوق روان کال ۹۰زره افغان ميندو ته د زېږون خدمتونه وړاندې کړي
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق يا UNFPA وايي، چې په افغانستان کې يې خپلو مېنو ته د بېرته راستنېدونکو ميندوارو ميرمنو لپاره د خوندي زېږون په موخه د ټولنيز ملاتړ خدمتونه دوام لري. په افغانستان کې د ياد صندوق مسوول الکساندر بوديروزا نن پنجشنبه د (تلې په ۲۸مه) خپل ...
Read More »۲۷ هېوادونو په يوه اعلاميه کې د افغان نجونو د ښوونځيو پرانيستو غوښتنه کړې
په افغانستان کې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي څخه د پورته ښوونځيو د بندښت ماتولو په اړه د غوښتنو په لړ کې، دا ځل د نړۍ ۲۷ هېوادونو د يوې ګډې اعلاميې خپرولو له لارې د افغانستان له سرپرست حکومت غوښتي، چې د نجونو پر مخ ټول ښوونځي ...
Read More »پاکستان: افغانستان کې له بدلون وروسته پاکستان د ترهګرۍ له خطر سره مخ شوی
د پاکستان د سولې مطالعاتو انسټېټيوټ په خپل تازه راپور کې چې ډان ورځپاڼې خپور کړی ويلي، افغانستان کې د طالبانو له بيا ځلي واک ته رسېدو سره په پاکستان کې ترهګريز بريدونه زيات شوي دي. د ياد انسټېټيوټ د موندنو له مخې، د تېر ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ...
Read More »پوتين له اوکراين په نيول شوو څلورو سيمو کې مارشلا اعلان کړې
د روسيې ولمسشر ولاديمير پوتين د اوکراين په څلورو هغو سيمو کې مارشلا اعلان کړې، چې تېره مياشت يې په خپله خاوره کې الخاق کړي دي. نوموړي پرون چهارشنبه ناوخته د (تلې په ۲۷مه) د ملي امنيت شورا ناستې ته ويلي چې په خېرسون، ډونېڅک، لوهانسک او زاپورېژيا کې يې ...
Read More »بښنې نړيوال سازمان: افغانستان کې په شدت سره د نجونو او ښځو حقونه محدودېږي
د بښنې نړيوال سازمان په يوه تازه بيان کې ادعا کړې، چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت له لوري د بشري حقونو نقض لا هم دوام لري. دې سازمان د کابل پوهنتون له ليليې څخه د يو شمېر ښځينه محصلانو ايستلو په تړاو د رسنيو راپورونو ته په اشارې ...
Read More »