Home » 2022 (page 13)

Yearly Archives: 2022

سرچينې: ايران تېره مياشت له ۲۰زرو ډېر افغانان په زور له خپلې خاوري ايستلي

اينډيپېنډنټ ورځپاڼې په نيمروز کې د سرچينو له قوله راپور ورکړی، چې د ايران حکومت د تېرې تلې مياشتې له لومړۍ تر پرون شنبې د (لړم تر اولې) له ۲۰ زرو زيات افغان کډوال له خپلې خاورې په زور ايستلي او بېرته يې افغانستان ته لېږلي دي. په راپور کې ...

Read More »

بېنيټ: افغانانو ورته له بشري حقونو د جدي سرغوړونو شکايتونه کړي

د افغانستان بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بېنيټ وايي، چې افغانستان ته د سفر په ترڅ کې ورته خلکو له بشري حقونو د جدي سرغړونو په اړه شکايتونه کړي دي. نوموړي زياته کړې، چې افغانستان ته د سفر پرمهال يې د ښځو او ...

Read More »

امريکا: له طالبانو سره مخامخ خبرو ته اړتيا ده او تماسونه ورسره شته

امريکايي چارواکو تازه د افغانستان سرپرست حکومت له چارواکو سره د مخامخ خبرو پر اړتيا ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې د دې کار لپاره هېڅ منځګړي ته اړتيا نشته. د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويسټ د امريکا غږ له اردو څانګې سره په مرکه کې ...

Read More »

بوريس جانسن بيا د برېتانيا لومړي وزير څوکۍ ته د نوماندۍ هڅې پيل کړي

برېتانوي رسنيو راپور ورکړی، چې د دې هېواد مخکيني لومړي وزير بوريس جانسن يو وار بيا هڅې پيل کړي، څو بيا د محافظه‌کار ګوند مشري او د برېتانيې د لومړي وزير مسووليتونه په غاړه واخلي. د راپورونو له مخې، په همدې موخه جانس د کارابين له رخصتيو بېرته لندن ته ...

Read More »

جاپان په کابل کې خپل سفارت بيا پرانيست

د جاپان بهرنيو چارو وزير يوشيماسا هاياشي وايي، چې په افغانستان کې يې خپل ډيپلوماټيک ماموريت بېرته له سره پيل کړی دی او په محدوده توګه خپل کارونه مخته وړي. نوموړي پرون شنبه د (تلې په ۳۰مه) خبريالانو ته ويلي، چې دغه فعاليتونه به په کابل کې د جاپان له ...

Read More »

امريکا مېشتې افغانې جوړې پر امريکايي سرتېري د ماشومې تښتولو دعوه کړې

په امريکا کې مېشتې يوې افغانې جوړې د امريکا سمندري ځواکونو پر يوه سرتېري او د هغه پر ميرمن دعوه کړې، چې ګواکې د دوی ماشومه يې له افغانستان څخه امريکا ته تښتولې ده. دا ماشومه دوه کاله وړاندې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له هوايي بريد وروسته په ...

Read More »

خوړو نړيوال پروګرام روان کال له ۲۱ ميليون افغانانو سره مرسته کړې

د خوړو نړيوال پروګرام يا WFP وايي، اوس مهال په افغانستان کې ډېری کورنۍ پر دې نه توانېږي چې خپلو کورنيو او اولادونو ته روغتيايي خواړه چمتوو کړي. د ملګرو ملتونو دې ادارې نن يک‌شنبه د (لړم په اوله) خپل ټوېټر کې په دې اړه ليکلي، چې دامهال په افغانستان ...

Read More »

عبدالباقي حقاني: له لوړو زده‌کړو پرته، د ستونزو حل او د حکومت دوام نشي تضمينېدای

د لوړو زده‌کړو وزارت مخکينی سرپرست عبدالباقي حقاني په هېواد کې د اوسنيو ستونزو حل او د اوسني حکومت دوام پر لوړو زده‌کړو پورې تړلی بولي او زياتوي، چې له دې پرته د حکومت دوام او د ستونزو حل نه دی ممکن. نوموړي دا څرګندونې نن شنبه د (تلې په ...

Read More »

عمران خان پر پلويانو له لاريونو د تېرېدنې او اسلام‌اباد ته پر اعتراضيه تګ د چمتووالي غږ کړی

وروسته له هغې چې د پاکستان ټاکنو کمېسيون د دې هېواد مخکينی لومړی وزیر او تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان نااهله اعلان کړ، ورسره سم د نوموړي زرګونه پلويان په خيبر پښتونخوا، پنجاب، بلوچستان او سند کې واټونو ته د لاريونونو په موخه را ووتل. لاريون کوونکو د مخکيني ...

Read More »

کابل کې پر کاج ښوونيز مرکز او وزير اکبر خان جومات د چاودنې عاملان وژل شوي

د سرپرست حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد وايي، د امنيتي ځواکونو له لوري د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې پر کاج ښوونيز مرکز، وزير محمد اکبرخان جومات او د نورو هغو تروريستي بريدونو عاملان وژل شوي، چې عام ملکي افغانان يې قرباني شوي. نوموړي نن شنبه د (تلې په ...

Read More »