Home » 2022 (page 123)

Yearly Archives: 2022

برېښنا شرکت: افغانستان ته د ازبېکستان وارداتي برېښنا پرې شوې

د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی چې نن سې‌شنبه د (سلواغې په ۵مه) له ازبېکستان څخه افغانستان ته وارد شوې برېښنا پرې شوې ده. دې شرکت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، ياده پرچاوي د منځنۍ اسيا درېيو هېوادون ازبېکستان، قراقستان او قرغزستان په ګډ برېښنايي سيسټم کې د تخنيکي ستونزې ...

Read More »

بښنې نړيوال سازمان: هېوادونه دې له ط.البانو سره په مذاکرتو کې د ښځو حقونه سره کرښه وبولي

د بښنې نړيوال سازمان په يوه تازه اعلاميه کې چې نن سې‌شنبه د (سلواغې په ۵مه) يې خپره کړې ويلي، په داسې حال کې چې افغان ميرمنې او نجونې په تېرو کلونو کې ښوونځيو او پوهنتونو کې پر زده‌کړو، شخصي سوداګريو او په بېلابېلو سکټورونو کې پر کار بوختې وې، ...

Read More »

ملګرو ملتونو امنيت شورا سبا د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته کوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا يوناما خبر ورکړی، چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنيت شورا سبا د چهارشنبې په ورځ د (سلواغې په ۶مه) د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته وکړي. يوناما زياته کړې چې په دې ناسته کې به د ملګرو ملتونو عمومي منشي ...

Read More »

بښنې نړيوال سازمان: افغانستان کې د دوو ښځينه فعالانو بې‌درکه کېدل اندېښمنوونکي دي

د بښنې نړيوال سازمان يا Amnesty international وايي، په افغانستان کې د دوو ښځينه فعالانو تمنا زرياب پرياني او پروانه ابراهيم خېل بې‌درکه کېدو په اړه ژوره اندېښنه لري. دې سازمان تازه نن سې‌شنبه د (سلواغې په ۵مه) په خپل ټوېتر کې لېکلي، يادو دوو ښځنه فعالانو په افغانستان کې ...

Read More »

يونيسف: که بېړنی اقدام ونشي، نو افغان ماشومان به له سختې خوار ځواکۍ سره مخ شي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صند يا يونيسف وايي، دا مهال په افغانستان کې ماشومان له روغتيايي پلوه له يوه سخت حالت سره مخ دي. يونيسف په دې اړه خپل ټوېټر د وېډيو په خپرولو سره ويلي، که د افغان ماشومان په اړه بېړنی اقدام ونه شي ...

Read More »

کرزی: د نجونو د زده‌کړو او کار حق پر وړاندې بايد هېڅ ډول پلمه نه وي

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، اسلام ښځينه او نارينه‌وو ته د زده‌کړو حق ورکړی او زياتوي چې په افغانستان کې بايد د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د کار حق د ديني اصل سره سم خوندي او معامله پرې ونه شي. نوموړي له CNN ټلوېزيون سره په تازه مرکه ...

Read More »

سترې محکمې د نشه‌يي توکو اړوند موضوعاتو د حل ځانګړې محکمه منظوره کړه

سترې محکمې نن دوشنبه د يوې پرېکړې له مخې، په هېواد کې د نشه‌يي توکو اړوند مسايلو د حل په موخه د ځانګړې محکمې رامنځته کېدل منظور کړل. په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر وياند ډاکټر نعيم وردګ په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، د سترې محکمې د ...

Read More »

امريکا د روسيې احتمالي بريد له وېرې په اوکراين کې خپل سفارت تخليه کوي

د امريکا بهرنيو چارو وزارت يوه جګپوړي چارواکي خبريالانو ته ويلي، لا هم زيات احتمال شته چې روسيه به پر اوکراين وسله‌وال بريد وکړي. دې چارواکي چې نوم يې نه دی ښودلی شوی ويلي، امريکا د اوکراين په پلازمېنه کيف کې د خپل سفارت ډېری کارکوونکو ته امر کړی چې ...

Read More »

افغان لوبډلې له نيدرلېنډ لوبډلې دويمه يو ورځنۍ لوبه هم وګټله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې بېګاه شپه نيدرلېنډ ملي لوبډلې ته په دويمه يو ورځنۍ لوبه کې په ماتې ورکولو سره، د يادو درېيو لوبو لړۍ په خپل نوم کړه. په دويمه يو ورځنۍ لوبه کې لومړۍ افغان ملي لوبډلې توپ وهنه پيل کړه او په ټاکل شويو ۵۰ اورونو ...

Read More »

لطيف نظري: له تور لېسټ د حکومت د رهبرۍ غړو اېستل او د شتمنۍ ازادولو په اړه له امريکا سره غږېږو

د اقتصاد وزارت معين او ناروې ته د تللي پلاوي غړی عبدالطيف نظري وايي، د اجنډا له مخې ټاکل شوې چې نن د امريکا له استازو سره د افغانستان پر اړوند مسايلو بحث او خبرې وشي. نوموړي نن دوشنبه د (سلواغې په ۴مه) رسنيو ته ويلي، د افغانستان د شمتنۍ ...

Read More »