چارواکي وايي چې د پاکستان ملي امنيت سلاکار معيد يوسف په مشرۍ د دغه هېواد له پلاوي سره يې د افغانستان او پاکستان پر ګډو مسايلو خبرې کړي دي. د دوی په خبره، معيد يوسف تر دې مهال د رئيسالوزرا له دويم مرستيال عبدالسلام حنفي او دغه راز د بهرنيو ...
Read More »Yearly Archives: 2022
د افغانستان او زيمبابوې لوبډلو ترمنځ د کرکټ لوبلړۍ بيا وځنډېده
د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې د افغانستان او زيمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېيو ۵۰اووره او د دوو ۲۰ اووريزو لوبلړۍ تر يوې بلې نېټې ځنډېدلې. د کرکټ بورډ په خبره، د لوبو دا لړۍ ځکه ځنډېدلې چې کوربه هېواد يې په ژوندۍ بڼه په خپرولو ...
Read More »چارواکي: د اکثره وزارتونو او دولتي ادارو د کارکوونکو دوو مياشتونو معاشونه اجرا شول
چارواکو خبرو ورکړی چې ماليې وزارت د نږدې ۴۰ وزارتونو او نورو دولتي ادارو کارکوونکو ته د دوو مياشتو معاشونه اجرا کړي دي. د اسلامي امارت د وياند مرستيال انعامالله سمنګاني پرون شنبه د (سلواغې په ۹مه) د هغو وزارتونو او دولتي ادارو لېسټ په خپل ټوېټر خپور کړی چې ...
Read More »انتونيو ګوټيريش: د افغانستان کنګل شوې شتمۍ يوه برخه دې ازاده شي
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټيريش وايي، په افغانستان کې بشري وضعيت په يوه ناسم حالت کې دی او د دغه وضعيت مهارولو لپاره جدي اقدماتو ته اړتيا ده. نوموړي پرون چهارشنبه ناوخته د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنيت ځانکړې غونډې ته په خبرو کې وويل، افغانان دامهال ...
Read More »مکرون: روسيه به پر اوکراين د بريد له امله لوړه بيه پرې کړي
د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون خبرداری ورکړی چې پر اوکراين د بريد په صورت کې به روسيه د خپل دې عمل لوړه بيه پرې کړي. نوموړي پرون سېشنبه د (سلواغې په ۵مه) په برلېن کې د جرمني له لومړي وزير اولاف شولز سره په ګډ خبري کنفرانس کې ويلي، فرانسه ...
Read More »د اسيا پراختيايي بانک له افغانستان سره ۴۰۵ ميليونه ډالر مرسته اعلان کړې
د اسيا پراختيا بانک پرون سېشنبه د (سلواغې په ۵مه) په يوه بيان کې، له عامو افغانانو سره د ۴۰۵ ميليونه ډالرو مرسته اعلان کړې ده. دې بانک زياته کړې چې ياده مرسته به خلکو ته د خوراکي توکو پر رسولو، د روغتيايي خدمتونو پر چمتوو کولو او دغه راز ...
Read More »ګورډن براون: اجازه نه ورکوو چې په افغانستان کې وضعيت له دې بدتر شي
د برېتانيا پخواني لومړي وزير ګورډن براون په افغانستان کې پر موجوده بشري وضعيت او په ځانکړې توګه د ماشومانو پر وضعيت اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، اجازه به ورنه کړي چې په دغه هېواد کې وضعيت نور هم خراب شي. نوموړي پرون د سېشنبې په ورځ د (سلواغې ...
Read More »امريکا په واشنګټن کې د افغانستان سفارت بانکي حسابونه کنګل کړي
په واشنګټن کې د افغانستان سفارت کارکوونکي خبر ورکوي چې له شاوخوا يوې مياشتې راهيسې د سفارت بانکي حسابونه د امريکا د دولت له لوري کنګل شوي دي. د سفارت ځينو کارکوونکو امريکا غږ ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، په امريکا کې د افغانستان سفارت اړوند دوو ...
Read More »د قطر امير د افغانستان پر مسايلو د بحث لپاره امريکا ته ځي
روېټر خبري اژانس د سرچينو په حواله راپور ورکړی چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د قطر امير شېخ تميم بن حمد ال ثاني د افغانستان پر مسايلو د بحث لپاره امريکا ته سفر وکړي. په راپور کې زياته شوې، چې د دوحې او واشنګټن ترمنځ د شوې همغږۍ پر بنسټ ...
Read More »بهرنيو چارو وزارت: متقي په اوسلو کې د فرانسي له پلاوي سره پر دوه اړخيزه مسايلو خبرې کړي
د بهرنيو چارو وزارت چارواکو خبر ورکړی چې اميرخان متقي نن سېشنبه د (سلواغې په ۵مه) د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د فرانسې له يوه لوړپوړي پلاوي سره لېدلي دي. د دغه وزارت وياند عبدالقهار بلخي په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، دغه لېدنه د فرانسې اسیا او ...
Read More »