د ملي امنيت پخواني رئيس رحمتالله نبيل د خپلو سرچينو په حواله ادعا کړې چې د امريکا بېپيلوټه الوتکې نن يکشنبه د (زمري په ۹مه) سهار مهال د کابل په هوا کې ګرځيدلي دي. نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، چې يادو الوتکو د کابل ښار په ځينو ...
Read More »Monthly Archives: جولای 2022
افراسياب خټک: پاکستان کې ديني عالمان د نجونو تعليم غواړي، خو په افغانستان کې نه
د پښتونخوا مطرح سياستوال افراسياب خټک وايي، چې د پاکستان پوځي مشرانو په شمول د دې هېواد ديني عالمان په خپل هېواد کې د نجونو د هر راز زدهکړو او جمهوريت پلويان دي او په خبره يې برعکس په افغانستان بيا له دې کار سره مخالفت کوي. نوموړي نن يکشنبه ...
Read More »عربي اماراتو کې د سيلابونو راوتو له امله ۷ تنه مړه شوي
د عربي امارتو چارواکو ويللي، د دې هېواد په ختيځ کې د سختو نا موسمي بارانونو له امله سيلابونه را وتلي، چې د مالي زيانونو ترڅنګ يې ځاني زيانونه هم اړولي دي. د دې هېواد د کورنيو چارو وزارت د مرکزي عملياتو مشر علي ال تونېجي ويلي، چې د يادو ...
Read More »د کابل-کندهار پر لويه لار د ترافيکي پيښې له امله ۴تنه مړه شوي
د زابل ځايي چارواکي وايي، چې نن يکشنبه سهار مهال د (زمري په ۹مه) د کابل-کندهار پر لويه لار د رامنځته شوې ترافيکي پيښې په ترڅ کې ۴تنو ژوند بايللی دی. باختر خبري اژانس په دې اړه خپاره کړې راپور کې ويلي، چې دا پېښه د سراچه ډول موټر او ...
Read More »“د پاکستان يو تازه پلاوی له ټيټيپي سره د خبرو لپاره کابل ته رسېدلی”
د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې پاکستان ته د دې هېواد د ديني عالمانو د پلاوي له ورستنېدو سره سم، له پاکستان څخه يو ۱۷ کسيز بل پلاوی د ټيټيپي له مشرانو سره د مذاکراتو په موخه کابل ته رسېدلی دی. ورځپاڼې په راپور کې ويلي، چې د دې ...
Read More »د امريکا ولسمشر جوبايډن پر کرونا اخته شوی
د امريکا سپينې ماڼۍ خبر ورکړی چې د ولسمشر جوبايډن د کرونا ټيسټ پايله مثبته ختلې او په دې توګه نوموړی د کووېډ۱۹ پر ناروغۍ اخته شوی دی. جوبايډن د سپينې ماڼۍ له دې خبر سره سم ويلي، که څه هم نوموړی د کرونا علايم نه لري خو د نورو ...
Read More »د پيټياېم په هڅو د ناوې او زوم په شمول لسګونه افغانان د پاکستان له زندان ازاد شول
د پښتون ژغورنې غورځنګ خبر ورکړی، چې په بلوچستان کې يې د يوې ناوې او زوم په شمول د پاکستاني پوليسو له لوري نيول شوي لسګونه افغانان بېرته خوشي کړي دي. د دې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين بېګاه شپه د (زمري په ۸مه) خپله فېسبوک پاڼه کې په دې ...
Read More »بلېنکن؛ لاوروف ته د دوو امريکايي زندانيانو د خلاصون وړانديز کړی
د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن پرون جمعه د (زمري په ۷مه) په واشنګټن کې خبري کنفرانس ته ويلي، چې د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف ته يې په روسيې کې د دوو امريکايي زندانيانو د خلاصون وړانديز کړی دی. نوموړي زياته کړې، چې له خپل روسي سيال ...
Read More »که له ماليې څخه د شاکيرا تېښته ثابته شي، پر ۸ کلونو بند محکومېدای شي
د کولمبيا پر مشهورې سندرغاړې شاکيرا چې دا مهال په هسپانيې کې اوسي، تور دی چې د خپلې شتمنۍ او ترلاسه کړو پيسو د ماليې تصفيه يې نه ده کړې. شاکيرا ويلي، چې تر ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو پورې تر لاسه کړې پيسې يې د نړيوالو سفرونو، کانسرتونو او دغه ...
Read More »په نړيواله کچه ۴سوه ميليونه کسان اړينو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري
د روغتيا نړيوالو سازمان يا WHO د خپلو تازه موندنو له مخې خبر ورکړی، چې لا هم په نړيواله کچه سلګونه ميليونه کسان اړينو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري. دې سازمان نن شنبه د (زمري په ۸مه) ويلي، چې اوس هم په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۴ ميليونه کسان ...
Read More »