Home » 2022 » جون (page 4)

Monthly Archives: جون 2022

خليل‌ حقاني: نړيوال دې د افغانانو د کډوالۍ لامل پيدا او له منځه يوسي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزير خليل‌الرحمن حقاني وايي، له افغانستان څخه د کډوالۍ بهير پيدل له څو لسيزو وړاندې ناخوالو سره تړلی او لا هم دوام لري. نوموړي چې نن دوشنبه د (غبرګولي په ۳۰مه) د کډوالو نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته يې خبرې ...

Read More »

ملګري ملتونه: افغانان په نړۍ کې د کډوالو لويه برخه تشکيلوي

نن دوشنبه د جون ۲۰مه د کډوالو له نړيوالې ورځې سره برابره ده. دا ورځ په ټولو هېوادونو کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره د لارو چارو موندلو په موخه نمانځل کېږي. د همدې ورځې په مناسبت د افغانستان ته بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ...

Read More »

“ځيو ولايتونو کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو ګرځندوی ټيمونه فعال شوي”

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق خبر ورکړی چې په افغانستان کې يې عامو خلکو ته د بېړنيو روغتيايي خدمتونو د رسولو په موخه لسګونه ګرځندوی روغتيايي ټيمونه فعال کړي دي. دې ادارې نن دوشنبه د (غبرګولي په ۳۰مه) خپل ټوېټر کې لېکلي چې دا مهال په کونړ، لغمان، ننګرهار، ...

Read More »

پاکستان له ای‌اېم‌اېف د پور اخيستو لپاره د امريکا همکاري غوښتې

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې امريکا چمتووالی ښودلی څو د پيسو له نړيوال وجهي صندوق يا IMF څخه پاکستان ته د پور په اخيستلو کې همکاري وکړي. وړاندې پاکستاني رسنيو راپور ورکړی و، چې امريکا د پيسو نړيوال وجهي صندوق د لوی ونډه‌وال په توګه د دې صندوق ...

Read More »

شمالي وزيرستان کې نامالومو وسله‌والو ۴ فعالان وژلي

د شمالي وزيرستان ځايي اوسېدونکي وايي، چې د ميرعلي په حيدرخېلو کلي کې نامالومو وسله‌والو د وزيرستان ځوانانو د تنظيم په نوم د ځوانانو يوې ځايي ټولنې ۴ تنه غړي په ډزو وژلي دي. په شمالي وزيرستان کې ځايي چاروکو هم ياده پېښه تائيد کړې او ويلي يې دي، چې ...

Read More »

برېتانيا: د سولې او ثبات لپاره د افغانستان له اوسنۍ ادارې سره تعامل ته اړتيا ده

برېتانوي چارواکو د افغانستان په تړاو په تازه دريځ نيونه کې د دې هېواد له سرپرست حکومت سره تعامل او ښکېلتيا اړينه بللې او ويلي يې دي، چې برېتانيه دې کار ته لېواله ده. په قطر کې د افغانستان لپاره د برېتانيې شارژدافېر هوګو شارټر په يوه خپره کړې اعلاميه ...

Read More »

متقي: افغانستان او ازبکستان بايد په سیمه او نړۍ کې له راتلونکو بدلونو سره عیار کړي

د بهرنیو چارو سپرست وزیر امیرخان متقي وايي، اوس د دې وخت را رسېدلی چې افغانستان او ازبکستان په سيمه او نړۍ کې له راتلونکو بدلونو سره ځان عيار او ترې مثبت ګټه پورته کړي. نوموړي دا څرګندونې نن يک‌شنبه د (غبرګولي په ۲۹مه) د ازبکستان ملي امنيت شورا له ...

Read More »

شمالي او سوېلي وزيرستان کې ۴ کسان هدفي وژل شوي

د شمالي وزيرستان ځايي مسوولان وايي، چې د ټوچي سيند په غاړه يې د دوو وژل شوو کسانو جسدونه موندلي دي. د چارواکو په خبره، دا دوه کسان د خيبر پښتونخوا د لکي مروت سيمې اوسېدونکي دي او هلته يې د رختونو کاروبار درلود. دوی ويلي، داسې ښکاري چې ياد ...

Read More »

هند له سلو ډېرو افغان سيکانو او هندوانو ته د وېزو اعلان کړی

د کابل په کارته پروان کې د سيکانو پر عبادتځي د وسله‌والو له بريد وروسته، هندوستان ټايمز ورځپاڼې نن يکش‌شنبه د (غبرګولي په ۲۹مه) د هندي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې دغه هېواد له سلو ډېرو افغان سيکانو او هندوانو ته د وېزو ورکولو پرېکړه کړې. د ورځپاڼې په ...

Read More »

برادر: په افغانستان کې د پانګونې ښه فرصت دی، پانګوال دې ترې ګټه واخلي

د رئيس‌الوزرا لومړی مرستيال او د اقتصادي کمېسيون رئيس عبدالغني برادر پر پانګوالو غږ وکړ، چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره له اوسني رامنځته شوي فرصت اعظمي ګټه واخلي. نوموړي چې نن يک‌شنبه د (غبرګولي په ۲۹مه) يې د افغان پانګې په نوم د يوه شرکت پرانيست غونډې ته ...

Read More »