Home » 2022 » اپریل (page 9)

Monthly Archives: اپریل 2022

پوهنې وزارت: د نجونو ښوونځيو د بندولو له امله له فشار سره مخ يوو

د پوهنې وزارت مسوولانو منلې چې د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي د پورته ښوونځيو تړل کېدو له امله، له سختو فشارونو سره مخ دي. د پوهنې سرپرست وزير نورالله منير وايي، چې د نجونو زده‌کړې له شرعيت سره په ټکر کې نه دي، پر ارزښت يې پوهېږي او د ...

Read More »

د فرانسې ولسمشريزې ټاکنې دويم پړاو ته لاړې

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د دې هېواد ولسمشريزې ټاکنې چې پرون يک‌شنبه ترسره شوې، هېڅ نوماند په کې د ۵۰ جمعه يو رايوو په ترلاسه کولو نه دی توانېدلی. د رسمي شمېرو له مخې اوسني ولسمشر امانوېل مکرون د نوماندانو په منځ کې تر ټول مخکښ ...

Read More »

متقي: په ايران کې له افغانانو سره ناسم چلند د دواړو هېوادونو اړيکي اغيزمنولی شي

د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي بېګاه شپه د (وري په ۲۱مه) په کابل کې د ايران سفير بهادر امينيان وربللی او په ايران کې يې د افغان وګړو پر وضعيت ورسره خبرې کړي. نوموړي له افغان وګړو سره د ناسم چلند له امله د اعتراض څرګندولو ترڅنګ روښانه ...

Read More »

سوداګر: د زعفراڼو په خرڅلاو کې د پام وړ کموالی راغلی

يو شمېر هغه افغان سوداګر چې بهر ته د افغانستان زعفراڼ صادروي وايي، چې د تېرې مودې په پرتله د افغانستان زعفراڼو په خرڅلاو کې کموالی راغلی دی. دوی ويلي، چې له يوې خوا په افغانستان کې د زعفراڼو د توليد کچه ټيټه شوې او له بلې خوا هوايي د ...

Read More »

سمېع سادات: د مخکينيو افغان سرتېرو انسجام به ژر پيل شي

د افغانستان د مخکيني پوځ يوه مطرح جنرال سمېع سادات خبر ورکړی، چې له سياسي مشرانو سره په ګډه پر يوه داسې طرحه کار کوي څو له مخې به يې مخکيني افغان سرتېري بيا انسجام او فعال شي. نوموړي پرون يک‌شنبه له امريکا غږ سره په مرکه کې ويلي، دغه ...

Read More »

د عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف ګوند له پارلمان استعفا کوي

وروسته له هغې چې د مخالفو سياسي ګوندونو له لوري د پاکستان مخکيني لومړي وزير عمران خان پر ضد د بې‌باورۍ تحريک بريالی او نوموړی يې له څوکه لرې کړ، اوس تازه د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند له پارلمان څخه د استعفا ورکولو خبر ورکړی. د ...

Read More »

مارک ميلي: له افغانستان څخه د امريکا وتلو وروسته، روسيې پر اوکراين د بريد جرئت وکړ

د امريکا لوړ رتبه پوځي جنرال او د دې هېواد د ګډو ځواکونو مشر مارک ميلي وايي، چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته روسيې دا جرئت پيدا کړ چې پر اوکراين بريد وکړي. نوموړي دا څرګندونې د سنا مجلس د وسله‌والو خدمتونو کميټې ته کړې او ...

Read More »

کابل کې د ايران سفارت: د افغانستان او ايران ترمنځ د اړيکو خرابولو دسيسه روانه ده

په ايران کې له افغان کډوالو سره د زور زياتي وېډيوګانې او انځورونه چې له څو ورځو راهيسې په خواله رسنيو کې لاس په لاس کېږي، په افغانستان کې د خلکو له توند غبرګون سره مخ شوي او د ايران له دولت يې غوښتي چې په بېړه د دې کار ...

Read More »

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د رسنيو وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډيبرا لاينز پرون شنبه د (وري په ۲۰مه) د اطلاعاتو او فرهنک له سرپرست وزير خېرالله خېرخوا سره د رسنيو پر وضعيت او د نجونو پر زده‌کړو خبرې کړي. نوموړې د نجونو ښوونځيو ته له شپږم ټولګي څخه د پورته ...

Read More »

مسکو کې د افغانستان سفارت د طالبانو ګمارل شوي ډيپلوماټ ته وسپارل شو

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې په مسکو کې د افغانستان سفارت پرون شنبه د (وري په ۲۰مه) رسما نوي ګمارل شوي ډيپلوماټ ته وسپارل شو. بهرنيو چارو وزارت په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې دا ګام د روسيې او افغانستان ترمنځ د ډيپلوماټيکو اړيکو پراختيا او ...

Read More »