Home » 2022 » اپریل (page 3)

Monthly Archives: اپریل 2022

سرچينې: په ايران کې د افغانستان سفارت ښايي اسلامي امارت ته وسپارل شي

ځينو ايراني رسنيو د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت سرچينو په حواله راپور ورکړی، چې په تهران کې د افغانستان سفارت د کارونو مخته وړلو په موخه د اسلامي امارت  يو نوی ډيپلوماټ تهران ته رسېدلی دی. ايسنا خبري اژانس په دې اړه خپل راپور کې د ايران بهرنيو ...

Read More »

بهرنيو چارو وزارت: له قطر سره د هوايي ډګرونو د قرارداد پر اختلافي ټکو بحث شوی

د افغانستان بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي او پلاوي يې پرون يک‌شنبه ناوخته د (غويي په ۴مه) د قطر له لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره ليدلي. د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي په دې اړه خپل ټوېټر کې ...

Read More »

پاکستان: د اپرېل تر پايه بند پاتې افغانان خپل هېواد ته په تذکره ستنېدای شي

پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې د ډيورنډ کرښې پورې غاړه اېسار هغه افغانان چې پاسپورټ نه لري او غواړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، د روانې ميلادي مياشتې تر پايه له تذکرې په ګڼې سره بېرته خپل هېواد ته ستنېدای شي. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد ...

Read More »

امريکا؛ اوکراين ته د مرستو ترڅنګ خپل ډيپلوماټان هم بېرته لېږي

په داسې حال کې چې پر اوکراين د روسيې بريد او د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه ۶۱مې ورځې ته ورسېده، د يادې جګړې له پيل وروسته د لومړي ځل لپاره لوړپوړي امريکايي چارواکي کېف ته رسيدلي دي. د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلنکن او د دفاع وزير لوېډ اسټين ...

Read More »

ايمانوېل مکرون د ټاکنو په ګټلو سره د دويم ځل لپاره د فرانسې ولسمشر شو

وروسته له هغې چې د تېرې مارچ په وروستيو کې د فرانسې ولسمشريزې ټاکنې د پنځوس جمعه يو نه پوره کېدو له امله دويم پړاو ته لاړې، نو ايمانوېل مکرون او مارين لي‌پين د ياد پړاو دوو مطرحو نوماندانو په توګه سيالي پيل کړه. د ټاکنو دويم پړاو پرون شنبه ...

Read More »

عام افغانان: د خپلواکۍ اتل غازي امان‌الله خان د حب‌الوطنۍ الګو و

نن دوشنبه د اپرېل ۲۵مه د افغانستان سياسي خپلواکۍ د سالار غازي امان‌الله خان د وفات له ۶۲ تلين سره برابره ده. د تېرو کلونو پرمهال به د غازي امان‌الله خان تلين، د نوموړي پر ګور د ګلونو کېډيو په اېښودو او دغه راز د يو لړ دولتي مراسمو په ...

Read More »

د بشر حقونو څار سازمان: د افغان نجونو پر مخ بايد ژر تر ژره ښوونځي پرانيستل شي

د بشر حقونو د څار نړيوال سازمان يو وار بيا په افغانستان کې د نجونو پر ښوونځيو د بنديز دوام په اړه اندېښنه ښودلې او ژر تر ژره يې له شپږم ټولګي د نجونو پورته ښوونځيو د پرانيستو غوښتنه کړې. د دې سازمان د ښځو برخې مسوولې هيدر بار ويلي، ...

Read More »

هلمند کې د انسان تښتوونکو يوه ډله نيول شوې

د هلمند ځايي چارواکو خبر ورکړی چې په لښکرګاه ښار کې يې پرون يک‌شنبه د (غويي په ۴مه) د انسان تښتوونکو يوه پنځه کسيزه ډله نيولې ده. د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رئيس حافظ رشيد رسنيو ته ويلي، چې دې ډلې درې اوونۍ وړاندې په هلمند کې د نوروز ...

Read More »

مودي او جانسن: د افغانستان له خاورې بايد د ترهګرو د تمويل او پټنځي په توګه استفاده ونه شي

هندي رسنيو راپور ورکړی چې د برېتانيې او هند لومړي وزيرانو ترمنځ په خبرو کې د افغانستان پر وضعيت هم بحث شوی او دواړو لورو ټينګار کړی، چې د افغانستان له خاورې بايد د ترهګرۍ د تمويل او دغه راز د يادې پديدې د پټنځي په توګه استفاده ونه شي. ...

Read More »

يونيسف: د افغانستان په وروستيو امنيتي پېښو کې ۵۰ تنه ماشومان وژل شوي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صنديا يا يونيسف خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د وروستيو امنيتي پېښو د قربانيانو په ډله کې ماشومان هم شامل دي. د يونيسف سيمه‌ييز مسوول جورج لايا ادجي نن يک‌شنبه د (غويي په ۴مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، د يادو پېښو په ...

Read More »