د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی توماس ويسټ وايي، چې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره يې د افغانستان په اوسنيو شرايطو کې پر يو لړ اړينو مسايلو خبرې کړي دي. نوموړي تازه نن دوشنبه د (وري په ۱۵مه) خپل ټوېټر کې ويلي، له حامد کرزي سره د نظر ...
Read More »Monthly Archives: اپریل 2022
د پاکستان د کابينې دفتر: عمران خان نور د پاکستان لومړی وزير نه دی
په پاکستان د سياسي لانجو اوج ته د رسېدو په ترڅ کې، پرون يکشنبه د (وري په ۱۴مه) د دې هېواد ولسمشر عارف علوي پارلمان لغوه کړ؛ خو له دې اعلان وروسته د کابينې دفتر هم اعلان کړه چې عمران خان نور لومړی وزير نه دی. کابينې دا اعلان پرون ...
Read More »د نيوزيلنډ په مرسته له بزګرانو سره د غنمو اصلاح شوو تخمونو مرسته کېږي
ملګري ملتونه وايي، د نيوزېلنډ هېواد د مرستې پر مټ به په افغانستان کې د زياتو حاصلاتو د ترلاسه کيدو په موخه، لسګونه زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشي. ملګرو ملتونو پرون يکشنبه ناوخته د (وري په ۱۴مه) د خوړو او کرنې ادارې يا FAO د افغانستان ...
Read More »د پاکستان ولسمشر د عمران خان په مشوره پارلمان لغوه کړ
ټاکل شوې وه چې نن د پاکستان د حکومت مخالف سياسي ګوندونه لومړي وزير عمران خان ته د باور يا نه باور رايه ورکړي؛ خو د دې هېواد ولسمشر عارف علوي له رايې ورکولو وړاندې پارلمان لغوه کړ. نوموړي په خپل ټوېټر کې په دې اړه لېکلي، چې د لومړي ...
Read More »کرکټ بورډ د ملي لوبډلې د روزنې لپاره دوه روزونکي وګمارل
د افغانستان کرکټ بورډ په يوه تازه اقدام کې د کرکټ ملي لوبډلې د روزنې په موخه دوه تنه پاکستاني روزونکي وګمارل. په نوو ګمارنو کې د پاکستان د کرکټ لوبډلې پخوانی لوبډلمشر يونس خان د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د توپ وهنې په برخه کې د روزنکي په توګه ...
Read More »سېګار: د افغانستان وسلهوالو ځواکونو ځيني غړي له مقاومت جبهې سره درېدلي
د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا ځانګړي مفتش يا سېګار خبر ورکړی، چې د افغانستان مخکيني وسلهوالو ځواکونو يو شمېر غړي په وروستيو کې د مقاومت له جبهې سره يو ځای شوي دي. سېګار دا خبر د امريکا د دفاعي استخباراتو په حواله ورکړی او ويلي يې دي، ...
Read More »حکومت په ټول هېواد کې د کوکنارو پر کښت بنديز ولګوه
د افغانستان سرپرست حکومت د يوه تازه اقدام له مخې نن يکشنبه د (وري په ۱۴مه) په ټول هېواد کې د کوکنارو پر کښت بنديز اعلان کړ. د اسلامي امارت د وياند مرستيال انعامالله سمنګاني په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، چې دغه پرېکړه د طالبانو د مشر ملا ...
Read More »پاکستاني کلدارو د ډالر پر وړاندې په بېسارې توګه ارزښت له لاسه ورکړی
د پاکستان مرکزي بانک اعلان کړی چې په وروستيو دوو اونيو کې د ډالر پر وړاندې د کلدارو ارزښت په مراتبو ټيټ شوی دی. د راپورونو له مخې، د تېر مارچ له ۱۱مې راهيسې پاکستانۍ کلداره د ډالر پر وړاندې په بېسارې توګه لوېدلې او په دې ترڅ کې د ...
Read More »عمران خان د بې باورۍ قضيې د ناکامولو لپاره د لاريونونو اعلان کړی
ټاکل شوې چې نن يکشنبه د (وري په ۱۴مه) د پاکستان په ملي شورا (قومي اسمبلۍ) کې د لومړي وزير عمران خان مخالفو سياسي ګوندونو غړي نوموړي ته د باور او يا هم د نه باور رايه ورکړي. خو عمران خان پرون شنبه ويلي، چې د نوموړي پرځولو په موخه ...
Read More »روغتيا نړيوال سازمان: روان کال ۲۱۴ افغان ماشومان د شري له امله مړه شوي
د روغتيا نړيوال سازمان موندني ښيي چې په روان ۲۰۲۲ زېږديز کال کې د تېرو څو کلونو په پرتله، په افغانستان کې د ماشومانو د شري ناروغي زياته شوې ده. د دې سازمان د شمېرو پر بنسټ، سږکال شاوخوا ۴۳ زره تنه افغان ماشومان د شري پر ناروغۍ اخته شوي ...
Read More »