د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی توماس ويسټ وايي چې امريکا له خپلو متحدانو، همکارانو او نورو خيريه بنسټونو سره په ګډه په افغانستان کې د بشري ناورين د حل لټه او هڅې کوي. نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، د يادو هڅو ترڅنګ امريکا د خپلو ...
Read More »Monthly Archives: جنوري 2022
پاکستان: د تحريک ط.البان پاکستان د سولې شرطونه د منلو وړ نه وو
د پاکستان کورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد وايي، تحريک طالبان پاکستان يا TTP د سولې لپاره داسې شرايطونه وړاندې کړي وو چې د پاکستان لپاره د منلو وړ نه وو. نوموړي په اسلاماباد کې رسنيو ته که څه هم د يادو شرطونو په اړه وضاحت نه دی ورکړی، خو ...
Read More »نبيل: ملا برادر او ملا يعقوب روسيې ته پټ سفرونه کړي
د ملي امنيت پخواني رئيس رحمتالله نبيل ادعا کړې چې ناروې ته د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي په مشرۍ د پلاوي له تګ سره، د ملي دفاع سرپرست وزير ملا يعقوب هم په وروستيو کې روسيې ته پټ سفر کړی دی. نوموړي په دې اړه پرون يکشنبه ناوخت ...
Read More »د افغانستان د سيمهييزې موسيقۍ ستوری سلام لوګری وفات شو
د افغانستان د سيمهييزې يا محلي موسيقۍ وتلی ستوری استاذ سلام لوګری له اوږدې ناروغۍ وروسته وفات شو. د استاذ لوګري کورنۍ هم ځينو رسنيو ته د نوموړي مړينه تائيد کړې ده. د کورنۍ غړو يې ويلي، استاذ سلام لوګری د شنبې په ورځ د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ ...
Read More »د نيوزېلنډ لومړۍ وزيرې د کرونا خورېدو له وېرې د خپل واده مراسم لغوه کړل
وروسته له هغې چې په نيوزېلڼد کې روغتيايي چارواکو د کرونا وېروس اوسنۍ بڼې اومېکرون د زيات خورېدو راپورونه ورکړل، ورسره سم د دغه هېواد لومړۍ وزيرې جسينډا ارډرن هم د خپل واده مراسم لغوه کړل. نوموړې په دې اړه خبريالانو ته ويلي، له روغتيايي چارواکو څخه يې داسې راپور ...
Read More »عمران خان: خلک دې د افغانستان بشري وضعيت په اړه د نړيوالو په پوهاوي کې برخه واخلي
د پاکستان لومړی وزير عمران خان وايي، دی هم له هغه نوښت سره خپل غږ يو ځای کوي چې په افغانستان کې پر بشري ناورين د پوهاوي په اړه پيل شوی دی. نوموړي تازه نن يکشنبه د (سلواغې په ۳مه) خپل ټوېټر کې په دې اړه له خلکو هم غوښتنه ...
Read More »هېلري کلېنټن: د نړيوالو فشارونو له لارې بايد په افغانستان کې د ښځو حقونه تامين شي
د امريکا د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيره هېلري کلېنټن وايي، طالبان بايد له يوې لارې په ګټنې سره دې ته وهڅول شي چې په افغانستان کې د ښځون او نجونو حقونه خوندي کړي. نوموړي له بيبيسي سره په خبرو کې ويلي، له دې لارو يوه هم نړيوال فشارونه او نورې ...
Read More »محب: د امريکا په سياست کې د لومړيتوبونو بدلون، د نظام د سقوط لامل شو
د مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنيت شورا مخکينی سلاکار حمدالله محب وايي، د امريکا په بهرني سياسي کې د لومړيتوبونو بدلون د امريکا مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واک پرمهال پيل او د جوبايډن د واک پرمهال پلي شول. نوموړي له پارن پاليسۍ سره په تازه مرکه ...
Read More »امريکا تائيد کړه چې اوکراين ته يې دفاعي بسته او مهمات لېږلي
په داسې حال کې چې امريکا او لوېديځ هېوادونه د روسيې له لوري له اوکراين سره پر پوله د ځواکونو ځای پر ځای کېدو ته د شک په سترګه ګوري او له کبله پر اوکراين د روسيې احتمالي بريد خبره مطرح کړې، تازه امريکا هم تائيد کړې چې د اوکراين ...
Read More »هرات کې چاودنې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
په هرات کې پرون ماښام د (سلواغې په ۲مه) يوې چاودنې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د هرات ځايي چارواکو رسنيو ته ويلي، ياده چاودنه پر فلانکوچ ډول موټر پسې د نښلېدونکي ماين له امله رامنځته شوې ده، چې ۵تنه په کې وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان ...
Read More »