د فرانسې خبري اژانس د جنوبي افرېقا د چارواکو په حواله د دغه هېواد پارلمان په ودانۍ کې د اور لګېدنې خبر ورکړی دی. چارواکو ويلي چې اور نن د يکشنبې په ورځ سهار مهال لګېدلی دی، خو د لګېدو دليل يې نه دی په ګوته کړی. دامهال د اور ...
Read More »Monthly Archives: جنوري 2022
مولانه فضلالرحمن: پاکستان په بشپړه توګه سقوط ته نږدې شوی
د پاکستان حکومت له مخالفو سياسي ګوندونو د جوړ شوي اېتلاف مشر مولانه فضل الرحمن وايي، پاکستان له سياسي او اقتصادي پلوه په بشپړه توګه سقوط کولو ته نږدې شوی دی. نوموړي په پېښور کې د خپل ګوند جمعيت علماء اسلام يوې غونډې ته ويلي، د تېر په پرتله له ...
Read More »پښتون ژغورنې غورځنګ نن په کراچۍ کې لويه اعتراضيه غونډه کوي
ټاکل شوې نن يکشنبه د جنوري په ۲يمه، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او پلويان په کراچۍ کې لويه ولسي او اعتراضيه غونډه ترسره کړي. د يادې غونډې موخه له زندان څخه د دغه غورځنګ د مخکښو علي وزير، وېس ابدال او حنيف پښتين په شمول د ډېر شمېر پښتنو ...
Read More »کولوراډو کې د اور له امله نږدې زر کورونه وېجاړ شوي
د امريکا متحده ايالاتو په کولوراډو ايالت کې د پنجشنبې له ورځې را په دېخوا د اور لګېدنې له امله چې پرون شنبې د (مرغومي تر ۱۱مې) يې دوام درلود، ۹۹۱ کورونه وېجاړ کړي دي. چارواکو ويلي، د پلټنو په ترڅ کې د درو کسانو جسدونه هم په هغو کورنو ...
Read More »سېګار: د افغان ميرمنو په اړه وروستي راپورونه اندېښمنوونکي دي
د افغانستان بيا رغونې لپاره د امريکا ځانګړې څارونکې اداره يا سېګار وايي، په افغانستان کې دامهال ميرمنې د طالبانو له لوري له محدوديتونو سره مخ دي او پر ښځو دغه محدوديتونه نور هم د زياتېدو په حال کې دي. سېګار د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په حواله ...
Read More »حقاني: د امنيتي تدابېرو له بشپړېدو وروسته به په کابل کې د پاسپورټونو وېش پیل شي
د پاسپورټ عمومي رئيس علم ګل حقاني وايي، تر څو راتلونکو ورځو پورې به د امنيتي ګواښونو له امله په کابل کې د پاسپور د وېش لړۍ ځنډېلي وي. نوموړی زياته کړې چې دا مهال کورنيو چارو وزارت د پاسپورټ رياست لپاره دامنيتي تدابېرو پر روش کار کوي او زياتوي ...
Read More »د ايران له لوري د ځمکې مدار ته د سيارې لېږدولو هڅه ناکامه شوه
د ايران دفاع وزارت پرون جمعه د (مرغومي په ۱۰مه) اعلان کړی، چې د ځمکې مدار ته د سيارې لېږلو په تړاو هڅه ناکامه شوې ده. د دفاع وزارت وياند احمد حسېني ويلي، دغه ماموريت د راکېټ د سرعت کموالي له امله ناکام شوی دی. د نوموړي په خبره په ...
Read More »قبايلي مشران: حکومت دې ژر د هدفي وژنو مخه ونيسي
د قبايلي سيمو او په ځانګړې توګه د شمالي وزيرستان اوسېدونکي او قومي مشران وايي، په دې سيمه کې يې هدف وژنو او وسلهوالو بريدونو ژوند تريخ کړی دی. د مسيدو قبيلې د يادو هدفي وژنو او دغلته د ترهګريزو تحرکاتو خلاف پرون جمعه د (مرغومي په ۱۰مه) اعتراضيه جرګه ...
Read More »لاوروف: په افغانستان کې له ټولشموله حکومت پرته، د طالبانو په رسميت پېژندل سخت دي
د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف يو وار بيا په افغانستان کې د طالبانو له لوري د يوه ټولشموله حکومت پر جوړولو ټينګار کړی او ويلي يې دي، ياد حکومت د افغانستان لپاره خورا اړين او مهم دی. نوموړي پرون جمعه د (مرغومي په ۱۰مه) له ټاس خبري اژانس ...
Read More »“تېر ۲۰۲۱ کال د افغانستان او افغانانو لپاره له ستونزو ډک کال و”
نن د نوي ۲۰۲۲ زېږديز کال د جنوري لومړۍ نېټه ده او افغانانو له امنيتي، سياسي، اقتصادي او روغتيايي ستونزو سره سره له کړاوو ډک ۲۰۲۱ کال پایته ورساوه. د چارو شنونکي وايي، تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال له امنيتي پلوه خورا سخت و؛ د دوی په خبره په دې کال ...
Read More »