د افغانستان بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي په دوحه کې د افغانستان لپاره د ۱۴ بېلابېلو هېوادونو له استازو سره لېدلي او له دوی سره يې پر هر اړخيزه اړيکو خبرې کړي دي. نوموړي په دغه لېدنه کې زياته کړې، چې د افغانستان نوی حکومت له سيمې او نړۍ ...
Read More »Monthly Archives: اکتوبر 2021
پاکستان کې د تحريک لبېک او پوليسو ترمنځ نښتې له امله ۴ پوليس وژل شوي
په پاکستان کې د تحريک لبېک مذهبي ډلې او حکومت ترمنځ له څو ورځنيو مذاکراتو ناکامېدو وروسته، پرون چهارشنبه د (لړم په ۵مه) د يادې ډلې سلګونه پلويانو بيا د اسلامباد په لور اعتراضيه حرکت پيل کړه. اسلاماباد ته تګ پرمهال د لاهور شيخپوره په لويه لار د اعتراض کوونکو ...
Read More »ګاونډيان: په افغانستان کې د ټولشموله حکومت رامنځته کول اساسي اړتيا ده
د افغانستان يو شمېر ګاونډي هېوادونه چې پرون چهارشنبه د (لړم ۵مه) د ايران په پلازمېنه تهران کې سره جرګه شوي وو، پر دې موافقې ته رسېدلي چې په افغانستان کې د ګډ او ټولشموله حکومت رامنځته کول يوه اړتيا ده. دې هېوادونو په يوه خوله له اسلامي امارت غوښتي ...
Read More »پاکستان کې تحريک لبېک پلويان بيا اسلاماباد ته پر اعتراض روان شوي
پاکستان کې د تحريک لبېک مذهبي ډلې او حکومت ترمنځ له څو ورځنيو مذاکراتو ناکامېدو وروسته، د يادې ډلې سلګونه پلويانو بيا د اسلامباد په لور اعتراضيه حرکت پيل کړی. څو ورځې وړاندې دې تحريک د پنجاب ايالت له مرکز لاهور څخه اسلاماباد تر پر اعتراض روان او په لاره ...
Read More »لکي مروت کې د پوليسو يوه مشر په شمول ۴ پاکستاني پوليس وژل شوي
د پښتونخوا ځايي چارواکو خبر ورکړی چې د يوه وسلهوال بريد له مله په لکي مروت کې د يادې سيمې د پوليسو مشر (تاڼهدار) او درې پوليس وژل شوي دي. د چارواکو په خبره، د وسلوالو له لوري دغه بريد تېره شپه د لکي مروت اړوند په مياوالي سيمه کې ...
Read More »امريکايي چارواکي: داعش د افغانستان له خاورې په استفادې پر امريکا د بريد هوډ لري
د امريکا دفاع وزارت يا پنټاګون چارواکي وايي، د دوی استخباراتي مالومات او ارزونې ښيي چې داعش ممکن په څو مياشتو کې دننه په افغانستان کې يوه پياوړي حالت ته ورسېږي. دا څرګندونې د پنټاګون د دفاع او پاليسۍ برخې مرستيال کولن کال پرون سېشنبه د (لړم په ۵مه) د ...
Read More »د ګاونډيو هېوادونو استازي په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو بحث کوي
ټاکل شوې نن چهارشنبه د (لړم په ۶مه) د ايران په پلازمېنه تهران کې د افغانستان په اړه د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه ترسره شي. دې غونډه ته د ترکمنستان، تاجکسان، ازبکستان او د پاکستان بهرنيو چارو وزيران حضوري ور بلل شوي او ترڅنګ به يې د ...
Read More »شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځ خلک په زور له خپلو کورونو ايستلي
د شمالي وزيرستان ځايي اوسېدونکي وايي، پاکستاني پوځيانو په شېواه سيمه کې ځايي اوسېدونکي له خپلو کورونو شړلي او د يادو کورنيو په کورونو کې پوځيان مېشت شوي دي. دا خبره د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين هم تائيد کړې. نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې ويلي، ...
Read More »انتوني ګوټريش: نړۍ دې د افغانستان بشري ناورين په مخنيوي کې همکاري وکړي
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوټريش يو ځل بيا هه افغانستان کې د بشري وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي، دغه هېواد په نړۍ کې له لوی او سخت بشري ناورين سره مخ کېدونکی دی. نوموړي نن سېشنبه د (لړم په ۴مه۹) په خپل ټوېټر ...
Read More »ملګري ملتونه: له نيمايي زيات افغانان له لوږې سره مخ دي
ملګرو ملتونو خبر ورکړی چې دا مهال په افغانستان کې د اقتصادي ناورين له امله د دغه هېواد له نيمايي زيات وګړي له لوږې سره مخ دي او نه شي کولی چې کافي خوړو ته لاسرسی پيدا کړي. د خوړو نړيوال سازمان يا WFP اجرائيه رئيس ډيوېډ بيسلي ويلي، په ...
Read More »